1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان مسلمانو مهاجرو ته نور تابعیت نه ورکوي

۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبه

د بشر د حقوقو سازمانونه په هندوستان کي د مسلمانانو په تاوان اصلاحاتو پر ضد احتجاجونه کوي. هغوی وايي چې د مذهبي دلایلو پراساس د مهاجرو سره تعصب کول د بشر د حقوقو خلاف یو عمل دی. افغانانو ته هم نور تابعیت نه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/3Ug01
Indien l Protest gegen Einbürgerungsgesetz
انځور: Reuters/A. Hazarika

دغه خبره د هيومن راېتس واچ يا بشري حقونو د څار ټولني د جنوبي اسیا د بخش مشرې، میناکشي گانگولي پرون،  چهارشنبه «د ډسمبر میاشتي پر ۱۱ مه نیټه) وکړې.

په پارلمان کي د هندوستان د هندو ناسيونالستي ولسي گوند (بی جې پي پارټي) په اکثریت سره تصویب سوي د تابعیت د نوی قانون  پر اساس د پاکستان، افغانستان او بنگله دیش څخه راغلو مهاجرو ته تر دې وروسته تابعیت نه ورکول کیږي، خو د همدغو هیوادونو څخه راغلو هندواڼو، عیسویانو، بودایانو، سکانو او زردشتیانو ته بیا ورکول کیږي.

Indien l Protest gegen Einbürgerungsgesetz
انځور: Getty Images/AFP/S. Panthaky

د هيومن رایتس واچ په حواله د کورنیو چارو وزیر امیت شاه، د دغو هیوادونو څخه راغلي مسلمان غیر قانوني مهاجر«گډووډي جوړونکي» بللي دي. هغه په پارلمان کي وویل چي «د مهاجرينو او سبوتاژگرانو تر منځ یو اساسي تفاوت موجود دی. او اوسنی د تابعیت قانون د مهاجرينو له پاره دی، نه د سبوتاژ گرانو يا گډووډي جوړونکو له پاره.«

Porträt - Meenakshi Ganguly
د هيومن راېتس واچ د جنوبي اسیا د بخش آمره ، میناکشي گانگوليانځور: Human Rights Watch

خو هيومن رایتس واچ دا یو«پوچ او بې معنی» دلیل بولي او وايي چي د تابعیت نوی قانون په حقیقت کي د تعقیب سوو اقلیت مسلمانانو پر ضد دی، لکه د برما د روهنگیا مسلمانانو او یا د پاکستان د  احمدیه فرقې د اقلیت مسلمانو پرضد، کومو چي هندوستان ته یې پناه راوړې ده.