هندوستان په نړۍ کې د ترافیکي پیښو تر ټولو لوړ تلفات لري
۱۳۹۸ خرداد ۳۱, جمعهد هندوستان په شمالي همالیا سیمه کې د یوه بس موټر د چپه کیدو له کبله لږ تر لږه ۴۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د جمعې په ورځ د هندوستان پولیسو رپوټ ورکړ چې په یاده ترافیکي پیښه کې له ۳۰ تنو ډیر نور کسان ټپیان شوي هم دي.
دغه ترافیکي پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې له سپرلیو ډک یو بس موټر په یوه غرنیزه سیمه کې پر یوه تاو را تاو سړک له کنترول څخه تر بهر کیدو وروسته ۱۵۰ متره لاندې ولوید. زیاته شوې ده چې د پيښې په قربانیانو کې زیات شمیر ښځې او ماشومان هم شامل دي چې له کار او یا هم له ښوونځې څخه بیرته د راستنیدو په حال کې وو.
دغه پيښه د پنجشنبې په ورځ د همچل پردیش ایالت د کولو سیمې په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده. په عین وخت کې ځینو هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې ځینې سپرلې د موټر پر سر سپاره وو خو هندي پولیسو بیا د رسنیو دغه رپوټونه رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هندوستان په ټوله نړۍ کې د ترافيکي پیښو له کبله د رامنځ ته کیدونکو تلفاتو د شمیر له اړخه په لومړي مقام کې ځای لري. د هندوستان د حمل او نقل د وزارت د رپوټ په حواله، په دې هیواد کې هر کال ۱۳۵ زره تنه د ترافيکي پیښو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په هندوستان کې د ترافیکي پیښو تر شا اصلي دلیل د نورو سربیره د سړکونو بد وضعیت او د موټرو زوړوالی په ګوته کیږي.
زموږ له آرشیف څخه: