هندیان له بیزوګانو په عذاب دي
۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبهپه دې ورځو کې په هندوستان، په ځانګړې توګه پلازمينه ډهلي ښار کې د ډيرو بيزوګانو د شتون موضوع خلکو ته په يو لوی سرخوږي اوښتې ده. هر لور ته چې ګورې بيزوګانې وینې: په کورنو، روغتونونو، آن د دغه هیواد د سترې محکمې په صالونونو کې.
په عامه ځايونو کې د بيزوګانو د شتون ستونزه په دغه ښار کې دومره جدي شوې چې آن د سترې محکمې د قاضيانو شکايتونه يې پورته کړي دي. قاضيان په دې برخه کې پر اړوندو ادارو باندې نیوکه کړې چې په خپلو کارونو کې پاتې راغلي دي. هغوی ویلي دي: «ترڅو چې تاسو له ښاره د بيزوګانو د ټولولو طرحه جوړوي، هغوی به د ښار کنترول په خپل لاس کې نیولی وي.»
د هندوستان په سترې محکمې کې يوه امنيتي مسئول د آلمان خبري آژانس ته وويل، له څه مودي چې په دغه ځای کې څو بيزوګانو ځانته کور جوړ کړی، نور يې پر زينه د پورته ختلو جرات له لاسه ورکړی دی. دغه امنيتي مامور وويل چې دغو بيزوګانو په قاضيانو کې هم ويره او وحشت خپور کړی. هغه زياته کړه چې بيزوګانو په ستره محکمه کې غوبل جوړ کړی دی.
د ډهلي په ښار کې خلک له رزوس ډوله بیزوګانو په عذاب کې دي. له همدې کبله هغوی لانګو ډوله بیزوګاني ښار ته راوړي چې رزوس بیزوګانې وویریږي او سیمه پریږدي. خو د هندوستان د قوانينو له مخې د لانګور بيزوګانو نيول د قانون خلاف کار دی. په همدې دليل يو شمير خلک دې ته اړ شوي دي چې د لانګو بيزوګانو غږونه زده کړي او د دې غږ له راایستل سره رزوس بیزوګانې وویروي.