ويره او خواخوږي: د اوکراين د جګړې انځورونه
پر اوکراين د روسیې بريد ډير انسانان اغیزمن کړي: د اوکراين د ولس پراخه برخه د خپل امنيت په اړه اندېښمنه ده او له اوکراينه دباندې په زرونو انسانان له هغوی سره خواخوږي او يووالی ښيي.
د ميترو له لارې له خطري سيمو څخه وتل
د پنجشنبې په ورځ په کيف کې ډېرو خلکو چې غوښتل یې ځان د امنيت په خاطر له ښاره ووځي، هڅه کوله ځان مترو ته ورسوي. د اوکراين ولسمشر د جمعې په ورځ وويل چې داسې معلومات په لاس کې لري چې ورانکارې ډلې او روسي ځواکونه پلازمينې ته داخل شوي دي.
تر ځمکې لاندې په خوندي ځايونو کې پناه
کله چې د پنجشنبې په ماسپښين د بمبارۍ د خطر زنګ وغږول شو، ډېرو وګړو د پناه اخیستو له پاره د میترو تمځايونو ته مخه کړه: د کيف مترو تر ځمکې لاندې ډېره په ژوره کې پرته ده او په دې ترتيب د ځمکې پر سر له چاودنو په امن کې وي.
وارخطايي او انتظار
په کيف کې د مترو تر ځمکې لاندې شبکه په رسمي توګه له بمونو څخه د ساتونکې ساحې په توګه طراحي شوې ده. له پناه اخیستونکو سره دا اندېښمنونکې پوښتنه را پيدا کيږي چې څومره وخت به دلته په انتظار وي او دا چې ښار یې په کوم وضعيت کې دی؟
له ښاره تېښته
د پنجشنبې په ورځ د کيف ډېرو اوسيدونکو غوښتل چې په سروس موټرو کې ورته ځای پيدا شي څو له پلازمينې ووځي. د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «يو ان ايچ سي آر» په حواله دمګړۍ کابو ۱۰۰ زره اوکرایني وګړي د تېښتې په حال کې دي.
د تېلو پمپونو ته کتارونه
د تيلو پمپونو او بانکونو په غرفو کې ډېر زيات بيروبار ليدل کيږي: څوک یې چې توان لري موټر له تيلو ډکوي او همدا راز له بانکونو پېسو راباسي څو د راتلونکو ورځو له پاره چمتو واوسي.
له کيف څخه د ملاتړ له پاره غږ
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د پنجنشبې په ماښام د اروپايي ټولنې پر دولتي او حکومت مشرانو د ملاتړ غږ وکړ. زيلنسکي پر روسیې د کلکو بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه.
له بالتيک حوزې څخه له اوکراين سره يووالی
د نړۍ په ډېرو سيمو کې د اوکراين له ولس سره يووالي ښوول شوی، په ځانګړي توګه په بالتېک هېوادونو کې: يوازې د لاتويا په پلازمېنه ويلنيوس کې په زرونو خلک سره راټول شوي ول. لتوانيا د لاتويا او ايستلند سره په ګده له ۱۹۹۱م کال راهيسې له لويديځ سره د اړیکو او په اروپايي ټولنه او ناټو کې د شامليدو لاره غوره کړه. همدا څه ډېر اوکرايني وګړي هم د خپل هېواد له پاره غواړي.
جګړه او په آلمان کې د کارنيوال مېله
د راين د سيمې د کارنيوال د دودیزې مېلې په اصلي ټاټوبي کولن ښار کې د دغه مېلې او د اوکراين د جګړې پېل کابو پر يو وخت وو. د دغه ښار په نوېمارک سيمه کې راغونډو شويو خلکو په اوکراين کې د سولې غوښتنه وکړه.
په روسیه کې هم پر اوکراين د يرغل پر ضد مظاهرې
د روسیې په يو شمير ښارونو کې خلک د کريملن په امر د پېل شوې جګړې پر ضد راټول شوي ول. په مسکو کې په سونو خلکو په مظاهرو لاس پوري کړ خو د نورو ښارونو په څېر دلته هم ډېر مظاهره کوونکي ونيول شول.