وچکالي: آیا اروپا وچه کیږي؟
د ژمي په پای او د پسرلي موسم په پیل کې د اروپا په ډيرو برخو په ځانګړې توګه د دغې قارې په جنوب کې د اوبو سطحه ښکته شوې او وچکالي وجود لري. په آلمان کې هم د لږو وروښتونو له کبله په سیندونو کې اوبه کمې شوي دي.
فرانسه
له ېوې میاشتې ډير وخت وشو چې په فرانسه کې باران نه دی ورېدلی. په ۱۹۵۹ کال کې د آب و هوايي پيښو د ثبت له پیل څخه تر اوسه، هيڅ کله په فرانسه کې داسې ژمی نه وو راغلی چې ورښت په کې نه وي شوی. یو لامل ېې د اروپا په غرب کې ډير فشار لرونکې سیمه یا ګرد بادونه دي چې د ورښتونو څپې لرې کوي. لوار چې د فرانسې تر ټولو اوږد سیند دی په دغه ځای «Montjean-sur-Loire» کې د مارچ په میاشت کې تقریبا وچ شوی دی.
د انرژۍ بیا کمېدل؟
د فرانسې د آلپ غرونو د سیند په «du Chambon» بند یا زیرمه کې د اوبو سطحه په مارچ میاشت کې ډېره کېناستلې ده. د اوبو دغه زیرمه په ۱۴۰ هکتاره ځمکه په بر کې نیسي. فرانسه د خپلې اړتیا وړ برېښنا ۱۵ سلنه برخه له همدا ډول برېښنايي بندونو څخه ترلاسه کوي. دغه هيواد اوس د برېښنا د کمښت اندېښنه کوي.
ناست سیندونه
دا د فرانسې په تولوز ښار کې د Pont des Catalans پل دی چې د ګارونه سیند پر سر رغول شوی دی. د فرانسې په ځینو برخو کې اوس په نلونو کې اوبه جریان نه لري. پاریس په راتلونکي دوبي کې د وچکالۍ له پاره پر عاجلو اقداماتو لاس پورې کړی دی. په دې اساس په ځينو برخو کې باید د اوبو حوضونه ډک نشي او یا موټرونه ونه مينځل شي. په دې هکله یوه نوې طرحه په نظر کې نیول شوې ده.
ونیز، ايټالیا
په فبروري میاشت کې د ايټالیا د ونیز ښار په کانالونو کې د اوبو سطحه دومره ښکته شوه چې کښتۍ پر خټو کیناستې. د ونیز ښار کوچني کانالونه نور د کښتۍ چلونې وړ نه ول، خو اوس وضعیت په بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی. تېرکال هم ايتاليا وچکالۍ سخت زیانمن کړ او سږکال بیا د وچکالۍ اندېښنه موجوده ده. په انځور کې د ونیز ښار مشهورې کښتۍ «ګنډولا» لیدل کیږي چې تر ډېره سیلانیان ورڅخه استفاده کوي.
لږ اوبه، لږ سیلانیان
د ايټالیا شمال، په بشپړه توګه له وچکالۍ اغیزمن شوی دی. د رپوټونو مطابق، په ماجیوره سیند کې اوس د مخکینې مقدار اوبو څخه یوازې ۳۵ سلنه برخه ېې پاتې ده. د ايټالیا د تېر کال وچکالۍ په تېرو ۷۰ کلونو کې ساری نه درلود او سږني ژمي کې هم واوره په دومره اندازه کې نه ده ورېدلې چې وضعیت بهتره کړي. دغه وضعیت د سیلانیانو پر شمیر هم منفي اغیز کوي.
په تېرو ۳۰ کلونو کې د اوبو تر ټولو ټيټه سطحه
د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د ايټالیا په ګاردا سیند کې د اوبو سطحه دومره کيناسته چې خلک پرته له دې چې پښې ېې په اوبو ولګیږي، کولی شول سان بیاجیو جزېرې ته ولاړ شي. د ايټالیا حکومت هم د وچکالۍ او اوبو له کمښت سره د مقابلې له پاره اقدامات په نظر کې نيولي دي. د باران او واورو کمښت سبب شوي چې د ايټالیا د تر ټولو لوی سیند کې د اوبو سطحه په تیرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو ټېټې سطحې ته راښکته شي.
آلمان
د آلمان د راینلندفالتس ایالت اوبروزل ښار ته نژدې د راین سیند. په انځور کې ښکاري چې د اوبو د کموالي له وجې د سیند په منځ کې د ريګو غونډۍ رابرسیره شوي دي. د اوبو سطحه د کال په دغه وخت کې په یو غیر معمول شکل سره کيناستلې ده. د بارانونو د نه وریدو علاوه، د آلپ غرونو د واورو نه ويلې کېدل هم د دغه سیند د اوبو په کمښت کې مرسته کړې ده. آلمان د دولسم پر له پسې کال له پاره د ګرم ژمي له لرلو خبر ورکوي.
له شماله تر جنوبه وچکالي
د فرانسې د کرس جزېرې په «Lac de Tolla » بند کې اوبه بيخي راکمې شوي او په هغو هیوادونو کې چې په ژمي کې پکې واورې او بارانونه نه دي شوي، وچکالي وجود لري. په بریتانیا کې د فبروري میاشت په تېرو ديرشو کلونو کې تر ټولو وچه میاشت وه. کارپوهان د راتلونکي دوبې له پاره انديښمن دي.