يوه مسلمانه سوک وهونکې د حجاب اغوستلو لپاره مبارزه کوي
۱۳۹۸ مهر ۵, جمعهنن سبا دغه ۲۱ کلنه ښځه چې ښځينه سوک وهنه يې د پېغلوټې په صفت د آنلاين ويډيوګانو په ليدلو سره پېژندلې وه، د اماتور يا شوقي سوک وهنې د کم وزن آلمانۍ اتله ده چې په المپيک لوبو کې د ځلېدو خوبونه هم ويني. دغه مقام ته رسېدل له هغې څخه ډېر همت او هوډ وغوښت. دغه خبره نصار د فرانسې خبري اژانس ته په داسې حال کې وکړه چې په يوه کافې يې د يخو يوه قهوه د برلين په کرويڅبېرګ ناحيه کې څښله. دا هغه ځای دی چې دا پکې رالويه شوې ده. له تريننګ څخه په يوه دمه کې هغې دا هم وويل چې «ما بايد تقريبا دوه برابره زيات زحمت ايستلی وای، ځکه چې نه يوازې دا چې يوه ښځه يم چې سوک وهنه کوي، بلکې زه پوړنی هم په سروم.»
د المپيک خوبونه
خو هغه خاندي او وايي چې «په پای کې يې لا زياته پياوړې کړې يم». دا په داسې حال کې ده چې هغه په ځوانانو کې ډېر مينه وال لري او څېره يې د اينستاګرام د لارې ډېرو خلکو پېژندلې ده. هغې په ګلانو پوښل شوی يو ټيکری په سر کړی چې د لمر عينکې يې برسېره ورباندې ايښې دي. دغه ځوانه مسلمانه ښځه په موسکا سره وايي چې راتلونکی کال د توکيو المپيک او بيا په ۲۰۲۴ کال کې د پاريس لوبې «زما لوی خيال او زما لوی هدف» دي. دغه خوب او خيال يوازې په فبرورۍ مياشت کې عملي بڼه ونيوله کله چې د بوکسينګ نړيوالې ټولنې په خپلو مقرراتو کې بدلون راوست او مسلمانو سوک وهونکو ته يې اجازه ورکړه چې حجاب واغوندي او د سيالۍ پر مهال خپل بدن هم پټ کړي.
AFP/NS/NZ