په سومالیا کي د لوږي له کبله د انساني ناورين ویره
په سومالیا کې له تيرو څلویښتو کلونو راهيسي تر ټولو سخته وچکالي ده. که بله قحطي راشي، د دي احتمال شته چې په سلګونو زره انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړي. وضعیت ډېر کړکیچن دی.
کمزوري هيلي
ډېر خلک لا دمخه له قحطۍ څخه تښتي. د ډولو ښارګوټي په څنډه کې د پلاستیک او د ونو له څانګو څخه جوړي شوي لنډ مهاله خیمې ایښودل شوي دي. حمدي یوسف او مور یې هم هلته بند پاتې دي. کوچنى حمدي په سخته خوارځواکۍ اخته دى. په کمپ کې ګاونډیان دوی ته خواړه چمتو کوي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یونیسف په وینا، په دې وروستیو کې څه باندې ۷۰۰ سومالیايې هلکان او نجونې د لوږې له امله مړه شوي دي.
نا معلوم لور ته تیښته
خېمې یوازې لنډمهاله محافظت لري. په تيرو څلورو لسیزو کې دا مهال شاوخوا ۷،۸ میلیونه وګړي تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخامخ دي. تر یو ميلیون زيات خلک د خوړو، اوبو او څړځایونو په لټه کې بې ځايه شوي. یوازې د کال له پیل راهیسې ۳۶۶۰۰۰ کسان کډوال شوي دي. ملګري ملتونه د "راتلونکي ناوړه حالت" په اړه خبرې کوي. امریکا د ۷۰۸ میلیونه یورو په ارزښت د مرستې ژمنه کړې ده.
بې نومه وچکالي
په سومالیا کې وچکالۍ د درد د ډول له پلوه نومول کيږي. په ۱۹۷۰مه لسيزه کې "اوږده"، په ۱۹۸۰مه لسيږه کې "د څارویو قاتل" او پنځه کاله دمخه "مساوي" په نوم ياد شوي، ځکه چې په ټول هیواد کې يو ډول وه. اوسنۍ وچکالۍ تر اوسه نوم نه لري او د مهاجرو په کمپ کې له دې نل څخه کابو هيڅ اوبه نه راځي.
د اوبو کمښت
خلک کمپ ته نږدې د دې برمې مخې ته په کتارونو کې ولاړ دي. د اوبو سرچینې نادري دي. په ځینو سیمو کې ماشومان چې زیاتره یې نجونې دي، د اوبو راوړلو له پاره اوږد واټن وهي. ډېري نجونې ښوونځي ته نشي تلای. قحطۍ په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان سخت ځپلي دي.
د ماشوم تلل
یو ماشوم په ډولو کمپ کې وزن کیږي. له قحطۍ سره د مبارزې له پاره ډیرو پیسو ته اړتیا ده. کاریتاس د بیړنیو مرستو په موخه۶۰۰۰۰۰ یورو چمتو کړي دي.
وچکالي د انسان په لاس رامنځ ته شوې ده
د اقلیم بدلون مسؤلیت د هغه چا پر غاړه دی چي ډېر ګلخانه يي ګازونه خپروي، لکه المان. د کاریتاس په وینا، له همدې امله موږ مکلفیت لرو چې له وچکالۍ ځپلو سره مرسته وکړو. آلمان سږکال د لوږې د اوسني بحران سره د مبارزې له پاره ۸۸۰ يملیون یورو چمتو کوي. مګر تر دې دمه، د دغو کسانو له پاره یوازنۍ لار د ډولو کمپ پر لور تیښته او ورته رسیدل دي.