پاکستان خپل هوایي حریم پرانیست، خو هند ته یې سخت تاوان اړولی
۱۳۹۸ تیر ۲۶, چهارشنبهپه هند کې د مودي د حکومت په وینا د پاکستان له لوري د هواي حریم د بندیدو له کبله هندي هوایي شرکتونو ته د جولای میاشتې تر دوهمې نیټې پورې تر ۵،۵ میلیارده روپيو زیات مالي زیان اوښتی.
د دغه بندیز له ختمیدو سره د هغو پروازونو لړۍ بیرته پیل شوه چې له پاکستانه تیریږي. د ترکي هوایي شرکت یو پرواز تر ټولو لومړی نوي دهلي ته ورسید.
د یادولو وړ ده چې د هند د هوايي ځواک له لوري د فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه نیټه د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د تندلارې ډلې جیش محمد پر یوه شکمن مرکز باندي تر برید وروسته، پاکستان خپل هوايي حریم وتړه. د دغه بندیز له کبله د هند حکومتي او شخصي هوايي شرکتونو اروپایي او امریکایي ښارونو ته د پروازونو له پاره بدیل مسیرونه غوره کړل. له یوه اړخه د پروازونو وخت زیات شو او له بل اړخه هوایي شرکتونو لګښتونه هم لوړ شول چې په ټولیزه توګه یې هند ته سخت مالي زیان واړوه.
د هند د هوايي چلن وزیر هردیپ سنګ، تیره اوونۍ په پارلمان کې په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د جولای میاشتې تر دوهمې نیټې پورې د هند هوایي شرکت (ایر انډیا) ته ۴،۹ میلیارده روپۍ (هندي کلدارې) تاوان اوښتی دی. پر دې سربیره نورو شخصي هوایي شرکتو ته هم د زیان اوښتو خبره شوې وه.
د هردیپ سنګ، په خبره د هند هوایي شرکت ته هره ورځ ۱،۳ میلیونه روپۍ تاوان اوړي او پر دې سربیره د پروازونو وخت هم زیات شوی دی. د نړیوال هوایي چلن سازمان د ارقامو له مخې د دغه بندیز له کبله د شا او خوا ۲۳۳ الوتکو ۷۰ زره مسافر له سرګردانۍ سره مخامخ ول او خپل منزل ته د رسیدو له پاره یې دوه یا درې ساعته اضافي وخت په کار وو.
د هند هوايي شرکت چې لا ترمخه له مالي بحران سره مخامخ وو، له دغه بندیز څخه د خلاصیدو له پاره د نړیوال هوایي ترانسپورت له اتحادیې څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.
د پاکستان له لوري د خپل هوایي حریم د پرانیستلو پریکړه په داسې وخت کې کیږي چې څو ورځې ترمخه د کرتاپور سرحدي لارې په هکله د هند او پاکستان تر منځ ګټورې او رغنده خبرې اترې شوې وې.
د افغانستان د هوا نوردۍ ادارې ویاند قاسم رحیمي، د سه شنبې په ورځ له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د خصوصي شرکتونو او خلکو ترڅنګ د افغانستان حکومت ته د پاکستان له خوا د هوایي حریم د تړل کیدو له کبله ۲۷ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
ج ا، نوی ډهلی
زموږ له آرشیف څخه: