پاکستان څلور تنه اعدام کړل
۱۳۹۵ فروردین ۲۵, چهارشنبهد بخښنې نړیوال سازمان تیره اوونۍ وویل چې پاکستان په تیر کال کې د ۳۲۶ اعدامونو په تر سره کولو سره د نړۍ په کچه دریم هیواد گرځیدلی، چې ډیر اعدامونه یې تر سره کړي دي. د دغه نوملړ په سر کې چین او په دوهم ځای کې ایران قرار لري.
په پاکستان کې د چهارشنبې ورځې د اعدام سزاوې د پنجاب ایالت په ملتان، جهنگ او سیالکوټ ښارونو کې او همداشان د سندهـ ایالت په لاړکانه ښار کې تر سره شوي دي.
د پولیسو یوه جگپوړي چارواکي چوهدري ارشد سعید، ویلي دي چې په ملتان کې د محکمې د حکم پر اساس تورن کس د ملکیت پر سر د شخړې له کبله په ۲۰۰۰م کال کې د خپل ورور د قتل په جرم په دار ځړول شوی. همداشان په سیالکوټ زندان کې تورن کس د یوې کورنۍ شخړې په ترڅ کې د دوو ښځو او یوه سړي د قتل په تور محکوم شوی وو.
په جهنگ ښار کې بیا تورن کس د یوې ښځې د کور د چور کولو او بیا د هغې د وژلو په تور محکوم شوی وو. د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ښایي د پنجشنبې په ورځ په پنجاب ایالت کې نور اته اعدامونه هم پلي شي. په لاړکانه هم تورن کس د پاکستان د هوایي شرکت «پي آی اې» د یوه کارکوونکي د قتل په تور محکوم شوی وو.
پاکستان د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندې د وسله والو طالبانو په برید کې د ۱۵۰ کسانو تر وژل کیدو وروسته، د اعدام پر سزا باندې لگول شوی قانوني مؤقتي بندیز بیرته لېرې کړ. په ښوونځي کې وژل شوي زیاتره کسان ماشومان ول.