1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

پاکستان: یو کس انجیل ته د سپکاوي په تور نیول شوی

۱۴۰۲ شهریور ۲۷, دوشنبه

پاکستاني پولیسو باېبل یا انجیل شریف ته د سپکاوي کولو د یوې نادرې پيښې په تور یو کس نیولی دی. دا خبر د دوشنبې په ورځ د پولیسو یوه افسر د المان خبري آژانس ته تائید کړی دی.

https://p.dw.com/p/4WTb0
Bibel und Koran mit Gebetskette
انځور: picture-alliance/Godong/F. d Noyelle

دغه سړی لا د شنبې ورځې راهیسې د پولیس په نظارت کې وو او د دوشنبې ورځې راهیسې په توقیفي بند کې دی.

په یوه ویډیو کې چې په ایکس یا پخواني ټویټر شبکه کې ډیره زیاته لاس په لاس شوې ده، دپاکستان په میلیوني ښار راولپنډۍ کې یو سړی لیدل کیږي چې د عیسویانو مقدس کتاب باېبل یا انجیل شریف په لغتو وهي او د عیسویت دین له پيروانانو څخه غواړي چې خپل دین دې بدل او اسلام قبول کړي.

دغه کس چې پولیس یې ۵۰ کلن معرفي کوي، مقدساتو ته دسپکاوي کولو قضیې په اساس تورن بلل شوی دی. د پولیسو د یوه افسر په وینا دغه تورن کس پخوا یو عیسوی وو، چې څو کاله مخکې یې اسلام قبول کړی دی.

په پاکستان کې چې اکثریت اوسیدونکي يې مسلمانان دي مقدساتو ته د توهین یا سپکاوي په تور د نیول کیدو پيښې ډیرې رامنځته کیږي، چې نږدې ټول یي اسلام ته د سپکاوي کولو په مواردو پورې ارتباط نیسي.

همدا د روان کال په اګست میاشت کې د پاکستان په جړانواله ښار کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي د تورونو په سبب یوه عیسوي میشته سیمه د یو شمیر احساساتي مسلمانانو تر برید لاندې نیول شوې وه.

دغه شدید شورشونه د پاکستاني سیاستوالو له خوا وغندل شول او د عیسوي ټولنې د امنیت او خوندیتوب د بهترولو ژمنه یې وکړه.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص