پر افغان ښځو د زورزیاتي کچه ولې لوړیږي؟
۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبهد افغان ښځو شبکه وایې، پر ښځو د زورزیاتي پر وړاندې ۱۶ ورځنۍ کمپاین کې نړېوال د «ښځو پرضد د تاوتریخوالي» ختمیدو ته رابولي.
دا کمپاین سبا دوشنبې (۲۰۱۹ میلادي کال د نوامبر ۲۵مه) پيلیږي، چې د راتلونکي دسمبر میاشتې تر لسمې نیټې به دوام وکړي.
د افغان ښځو شبکې د عدالت غوښتنې د برخې مسئولې روشن مشعل دويچه ویله ته وویل، یاد شپاړس ورځنی کمپاین به په انلاین بڼه وي چې په هغه کې به د ښځو پيغامونه او د تاوتریخوالي له منځه وړلو په اړه د عامه پوهاوي پيغامونه ورکول کیږي.
«په انلاین بڼه د ښځو پرضد د تاوتریخوالي پروړاندې دغه کمپاین کې به له کابل، ولایتونو او له هیواده بهر د ښځو او مسؤلینو پيغامونه خپریږي.»
اغلې مشعل زیاتوي د ښځو ضد تاوتریخوالي پر وړاندې شپاړس ورځني کمپاین پرمهال به تاوتریخوالي سره د مبارزې او خلکو ته د پوهاوي ورکولو په موخه «پر ښځو او ماشومانو د زور زیاتي د منع قانون» مهم مواد هم خپروي.
د ښځو پرضد د تاوتریخوالي ختمولو په موخه ۱۶ ورځنی کمپاین هرکال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ترسره کیږي.
سره له دې چې افغانستان هم د ښځو پرضد د تاوتریخوالي مخنیوي په موخه هرکال له دغه نړېوال کمپاین سره خپل پیوستون اعلانوي، خو په دغه هېواد کې پرښځو او ماشومانو د زورزیاتي پيښو وروستۍ شمېرې لاهم ټکان ورکونکې دي.
له دې ډلې یوازې د افغانستان لویې څارنوالۍ په تېر کال کې پر ښځو د زورزیاتي د ۲۵۰۰ پيښو د ثبت خبر ورکړی.
دغه راز، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وروستي راپور پر بنسټ، په تېرو اوو میاشتو کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي ۲۷۶۲ پېښې ثبت شوي چې د تېرکال د همدې مودې په پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي.
د ښځو حقونو فعالانې وایې، پرښځو د زورزیاتي ختمولو په موخه باید عملي ګامونه پورته شي.
د ښځو حقونو یوې فعالې زهرا ناظمي دويچه ویله ته وویل: «مهمه مسئله دا ده چې د ښځو پرضد تاوتریخوالی ۸ سلنه ډیر شوی، زما لپاره پوښتنه دا ده چې د فیمینست ښځو فعالیتونو څه ګټه کړې؟ او د دې فعالیتونو اغیز څه دی؟ ولې پرځای د دې چې تاوتریخوالی کم شي هغه لا پسې ډيریږي.»
اغلې زهرا زیاتوي چې په لرې پرتو سیمو کې ډيری ښځې رسنیو ته لاسرسی نه لري، نو ځکه په هغو سیمو کې د تاوتریخوالي پیښې هم تر رسنیو نه رسیږي.
د نوموړې پر وینا پر ښځو زورزیاتی ترهغې څو چنده ډیر دی چې د ښځو د حقونو «تش په نوم» د دفاع بنسټونه یا د ښځو چارو وزارت یې شمېرې خپروي.
خو د ولسې جرګې غړې شګوفه نورزۍ دويچه ویله ته وویل، اوس د خلکو د پوهاوي کچه تر یوه بریده لوړه شوې، نو ځکه اوس د تاوتریخوالي د پيښو ثبت هم ورسره ډیر شوی.
اغلې نورزۍ د تاوتریخوالي ډېرېدو تر ټولو ستر لامل جګړه وبلله: «په کورنیو کې کمزوری اقتصاد، فقر، بي وزلي، جګړه او ناامنۍ بیا د تاوتریخوالي ستر عامل دی.»
د ولسې جرګې دا غړې زیاتوي چې پرښځو د زورزیاتي قضیو نه څېړل هم لامل شوي چې تاوتریخوالی ډیر شي.
ناپوهي، دودیز محدودیتونه، د ښځو له حقونو ناسم پوهاوی، اجباري ودونه او ځیني نور هغه لاملونه دي چې افغان ټولنه کې یې د ښځو ژوند تریخ کړی، خو افغان ښځې د دغو لاملونو د منځه وړلو لپاره د عملي ګامونو له اخېستو رضایت نه لري.
اسماعیل شاکر – کابل