پر اوکراين د روسیې يرغل په انځورونو کې
۱۴۰۰ اسفند ۵, پنجشنبهپه اوکراين کې يو دراماتېک سهار: پر اوکراین د روسیې د يرغل تر خبر وروسته د پلازمينې کيف په ګډون د اوکراين په بېلا بېلو سيمو کې لومړي راکټونه ولګيدل. خلک له کيف څخه د وتلو هڅه کوي. په داسې حال کې چې د کيف پر سړکونو پوځي موټرې ګرځي، خلک خپل سامان تړي او له ښاره وځي. دا هر څه د ګډوډۍ باعث ګرځي.
توغندي پر بېلا بېلو سيمو توغول شوي. په دې انځور کې عسکر په کيف کې د لګيدلي يوه راکټ پاته شوي ارزوي.
له ځينو سيمو څخه تور دود پورته کيږي. په دې انځور کې د اوکراين په ختیځ کې د خارکوف څو میليوني ښار ته څېرمه د پوځي هوايي دګر څخه پورته کيدونکی دود ليدل کیږي.
ويل شوي چې د استوګنې پر سيمو هم توغندي توغول شوي دي. دلته د اطفايې عملې يو غړی د کابو ۳۰ زره نفوس لرونکي ښار چوهويف د استوګنې په سيمه کې د احتمالي هوايي بريد له کبله لګيدلی اور خاموشه کوي. دا سيمه له خارکوف څخه ختیځ لوري ته د يو څو کیلومترو په واټن کې پرته ده.
د څار د کامرو دغه لاندنې انځور د اوکراين سرحدي ساتونکي ځواک خپور کړی دی. په دې انځور کې ليدل کيږي چې روسي پوځي موټر د کريميا له پله اوکراين ته اوړي.
د روسیې د بريد اغیزې د هيواد په ټولو برخو کې ليدل کيږي. په ليويو ښار کې چې کابو ۷۰۰ زره اوسيدونکي لري، د بانکي غرفو مخې ته د خلکو کتارونه ليدل کيږي. خلک هڅه کوي چې له بانکونو خپلې پېسې را وباسي.