پناه غوښتونکی د فيسبوک پر ضد محکمه کي ناکام سو
۱۳۹۵ اسفند ۱۷, سهشنبهفيسبوک په دې نه دی مکلف چي د يو پناه غوښتونکي پر ضد د غېر قانوني متونو فعال لټون وکړي او هغه ليري يا پاک کړي. دا فيصله د آلمان د ويورڅبورګ محکمې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۷مه نېټه) واوروله.
د أنس معضماني په نوم ځوان سوريايي مهاجر د فيسبوک پر ضد په محکمه کي عريضه کړې وه چي فيسبوک په دې مکلف کړي چي د دغه ځوان په هکله ناسم خبرونه او نور غېر قانوني معلومات د خپرېدو سره سم پيدا او هغه پاک کړي. أنس معضماني هغه وخت مشهور سو کله چي يې د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل سره يو سلفي انځور واخيست. دغه انځور په ټوله نړۍ کي خپور سو.
خو د ياد انځور څخه ناسمه ګټه هم واخيستل سوه او پکښي بيلي لاسوهنې وسوې او د ناسمو خبرونو او متونو سره يو ځای د بېلګي په توګه په فيسبوک کي هم خپور کړل سو. د دغه سوريايي مهاجر انځور د پناه غوښتونکو په وړاندي د کرکه اچونې او ورته تبصرو له پاره هم سوی استفاده سو. په دې ترڅ کي داسي غلطي ادعاوي هم خپرې سوې چي د مېرکل سره انځور اخيستونکی دغه ځوان په ترهګرو بريدونو کي برخه وال ؤ. دا ډول د فيسبوک پوستونه په سلهاؤ ځله شريک يا شېر کړل سول.
د محکمې د فيصلې اورورلو پر وخت قاضي وويل چي فيسبوک د نورو کسانو له خوا د دغه سوريايي ځوان په هکله خپاره کړل سوي غلط معلومات سم نه دي بللي او په دې توګه فيسبوک دې ته نه سي مجبوره کول کېدای چي د دا ډول معلوماتو د خپرولو مخه ونيسي. په دې توګه به نو أنس معضماني مجبوره وي چي د دې وروسته هم د خپل ځان په هکله په فيسبوک کي خپاره کړل سوي ناسم معلومات پخپله پيدا کړي او بيا يې فيسبوک ته شکايت وکړي چي هغه يې ليري کړي.
د أنس معضماني وکيل ويلي دي چي په لوی احتمال به د دغې فيصلې پر ضد بلي لوړي محکمې ته مراجعه وکړي. دغه وکيل ويلي چي د خپل مؤکل له پاره د نقدو پيسو د تاوان خبره به هم مطرح کړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.03.2017):