په آلمان کي کرونا پاندمي حيواناتو ته لوی نعمت ګرځېدلې
د کرونا پاندمي د دې لامل سوې چي آلمانيان ځان ته لا زيات کورني حيوانات را ونيسي او په دغه هيواد کي د کورنيو حيواناتو شمير ۳۵ مليونو ته جګ سي. د دغه برخي تجارانو ۵ مليارده يورو ګټلي دي.
لوی سترګي لرونکي زيات خريداران لري
د «برک اېنډ مارټر ريټيلرز» په نوم د حيواناتو د اړتيا سامان خرڅوونکي شرکت تېر کال د څلور نيم ملياردو يورو کاروبار کړی دی. په پلورل سوو کي د حيواناتو خواړه، د لوبو سامان او نور توکي شامل دي. که د کرونا پاندمي پر وخت په آلمان کي د ځنګلي مرغانو له پاره رانيول سوې دانه هم وشميرل سي نو په آلمان کي په ټوليزه توګه پنځه نيم مليارده يورو پر حيواناتو مصرف سوي دي.
دوستي يې په موسم پوري نه ده تړلې
آلمانيان په دې نظر دي چي سپيان د انسان له بهترينو دوستانو څخه يو دی. له همدې کبله په آلمان کي د کورني سپيانو شمير ډېر زيات دی. په زياته د کرونا پاندمي پر وخت د سپيانو د قيمتونو د جګېدلو باوجود په دغه هيواد کي د سپيانو شمير لس مليونو ته جګ سوی دی. زياتو آلمانيانو د پاندمي پر وخت د تنهايي څخه د خلاصون له پاره سپيان رانیولي دي.
پيشو پر لومړي مقام
په آلمان کي په اصطلاح د «پيشوګانو» پاچاهي ده ولي چي په دغه هيواد کي ۱۵،۷ مليونه کورنۍ پيشياني شته دي. دا شمير په آلمان کي د ټولو کورنيو حيواناتو يو پر دريمه برخه تشکيلوي. ښايي يوه وجه يې دا هم وي چي د نورو اکثرو حيواناتو په پرتله د پيشوګانو ساتنه آسانه بلل کيږي. د پاندمي پر وخت د پيشيانو له پاره د شودو او خوراکو په فروخت کي د تقريبا لسو فيصدو زياتوالی راغلی.
تقريبا ۳۵ میليونه حيوانات او خريداري يې لا ادامه لري
تېر کال په ټول آلمان کي تقريبا لس لکه نوي کورني حیوانات رانيول سوي دي. اوس په ټوليزه توګه د آلمان په ۴۷ میليونو کورنيو کي حد اقل يو کورنی حيوان ضرور موجود دی. له دغو څخه ۵ میليون سوی، لوی مږې او مږکان شامل دي. د مرغانو شمير ۳۵۰ زره دی. په آلمان کي د کبانو د ساتلو د ښيښه يي ايکويريمونو شمير ۱،۸ میليون دی. د شمشتيو او ورته حيواناتو شمير ۱،۳ میليون دی.
آلمانيان له امريکايانو ډېر شاته
آلمانيان له حيواناتو سره زياته لېوالتيا او مينه لري خو د ۲۰۱۹ کال د شميرو له مخي د کورني حيواناتو په ساتنه کي سويس، فرانسه او بريتانيا تر آلمان لا مخکي دي. د نفوس له مخي په نړۍ کي تر ټولو زيات کورني حیوانات د امريکا په متحده ايالاتو کي ساتل کيږي. امريکا کي د آلمان په پرتله پر حيواناتو دوه چنده زيات لګښتونه کيږي.
د حيواناتو له پاره ګران بیه سامان
د کورني حیواناتو بډای مالکان خپلو حیواناتو ته خورا قيمتي څيزونه اخلي. د حيواناتو له پاره حتی موډي جامې او سامان آلات سته چي د مشهورو برانډونو له خوا په خورا جګو قيمتونو خرڅيږي. په دغو کي ورساچې، رالف لورن او مونکر غوندي برانډونه او شرکتونه هم په دغه ډګر کي فعاليت لري.
ہوم آفس او انلاين سودا
په آلمان کي زيات کار کوونکي له کوره يعني هوم آفس کي کار کوي. له همدې کبله د حيواناتو له پاره د آنلاين سودا رانيولو په کچه کي زياتوالی راغلی دی. په ټوليزه توګه په دغه ډګر کي ۱۶ سلنه خريداري زياته سوې ده.
د لاک ډاون ملګري او اندېښنې
دا چي په پاندمي او لاک ډاون کي د حيواناتو په قيمتونو کي زښت زياتوالی راغلی دی نو داسي اندېښنې هم پيدا سوي دي چي ښايي د حيواناتو ناقانونه کاروبار، قاچاق او غلا هم زياته سي. داسي اندېښنې هم سته چي د لاک ډاون وروسته به زيات انسانان بېرته له خپلو کورنيو حيواناتو څخه مخ واړوي او دغه حيوانات به د بې څښتنه حيواناتو مراکزو ته ولېږدول سي.