1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ښی اړخو په جرمونو کې د پام وړ زیاتوالی

ګل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس، کاتولیکي آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۷, دوشنبه

د جرمني د کورنیو چارو وزارت شمیرې ښیي چې تیر کال د ښي اړخۍ له انگیزې سره جرمي پیښو کې زیاتوالی راغلی ؤ. د جرمني د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴ م کال کې شاوخوا ۳۴ زره دغه ډول جرمونه ثبت کړي دي.

https://p.dw.com/p/4orsZ
د آلمان پولیسو په ۲۰۲۳ م کال کې « د ښي اړخې - سیاسي انگیزې درلودونکو جرمونو» ۲۸ زره او ۹۴۵ پیښي ثبتي کړي وې.
په آلمان کې د ښی اړخو په جرمونو کې د پام وړ زیاتوالیانځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Ohde

په آلمان کې د ښی اړخو له خوا د جرمونو شمیرې، تیر کال خپلې لوړې کچې ته رسیدلي دي. لکه څنگه چې د جرمني د «آر ان دی» تحریریه شبکې د کیڼ اړخه پارلماني ډلې په غوښتنه د جرمني د کورنیو چارو وزارت د جواب له مخې رپوټ ورکړی دی، پولیسو په ټول آلمان کې د نوامبر د میاشتي تر پایه«د ښي اړخې - سیاسي انگیزې په لرلو سره د جرمونو» ۳۳ زره او ۹۶۳ پیښې ثبت کړي دي.

اړوند:آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده

د آلمان د جنايي پولیسو ادارې په ۲۰۲۳ م کال کې په مجموع کې  « د ښي اړخې - سیاسي انگیزې درلودونکو جرمونو» ۲۸ زره او ۹۴۵ پیښي ثبتي کړي وې. په دې ډول د تیر کال دغو شمیرو کې د هغه د تیر کال په پرتله شاوخوا ۱۷،۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی. لکه څنگه چې د ډسمبر د میاشتي پیښې په دغو ارقامو کې شاملي نه دي، نو نهایی رقم ښایی له دې هم لوړ وي.

اړوند:آلمان غواړي سرحدي کنترول وغځوي

د آلمان د جنایی پولیسو ادارې په دغه رپوټ کې ویلي دي چې د تیر کال  له ثبت سوو جرمونو له څه نا څه ۳۴ زره څخه یې ۱۱۳۶ پیښي له زورزیاتیو ډکې وې. دغه رقم په ۲۰۲۳ م میلادي کال کې ۱۲۷۰ پیښې وې.

Deutschland | Urteil im Prozess gegen Gruppe S.
آرشیف: په آلمان کی د یوې مجرمې ډلې محاکمه انځور: Bernd Weißbrod/dpa/picture alliance

په ۲۰۲۴ م کال کې ددغو پیښو ډیره برخه تبلیغاتي جرمونه (۲۱ زره او ۳۱۱ پیښې) او د عمومي اذهانو د اندیښنې او تحریک (۵۰۹۷) پیښې وې او سربیره پردې پولیسو د مالي زیانونو ۱۹۴۷پیښې هم ثبتي کړي دي.

د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخه گوند استازې او د ښی اړخه افراطیت کارپوهې، مارتینا رینَر دغه ډول زیاتوالی د اندیښنې وړ بللې دی.

رینر، د آلمان تحریریه شبکې «آر ان دی» ته ویلي دي چی :«دغه ارقام په تېرو کلونو کې په پرله پسې ډول له ۲۰ تر ۲۵ سلنه پورې زيات شوي ول.» هغې زیاته کړه:« ددغه خطرناک پرمختگ د درولو په موخه په داخلي سیاست کې هیڅ ډول پیاوړي تدابیر وجود نلري.»

اړوند:م.م: په نړۍ کې د مهاجرو شمېر ۱۲۲ ملیونو ته پورته شوی

د نوموړي رپوټ له مخی، که څه هم چې ددغو جرمي اعمالو عاملین د پاخه عمر لرونکي کسان وه، خو د ځوانانو شمیر هم په دا وروستیو کې ډیر سوی دی. رینر ویلي دي، ددې له پاره چې د نوو نازیانو له خوا په میاشتني ډول څه د پاسه ۳۰۰۰ جرمي اعمال په یوې عادي خبرې وانه وړي نو  باید سیاسي تدابیر ترلاس لاندي ونیول سي.

رینر د «آلمان له پاره د بدیل» ښی اړخه گوند د پیاوړتیا او د ښي اړخو مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي ترمنځ ارتباط ته اشاره وکړه. د دې په وینا چې دا ډول اړیکه ثابته سوې ده، نو د کیڼ اړخه ګوند نوموړې استازي د «آلمان له پاره د بدیل» ګوند د بندیز د پروسې د پیلولو د نظر ملاتړ وکړ.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.