1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلمان کې هره ورځ ۴۰ ماشومان له جنسي لحاظه زورول کیږي

۱۳۹۸ خرداد ۱۷, جمعه

پولیسو ویلي دي چې د کلنیو جرمونو احصایه په آلمان کې د ماشومانو یو د اندیښنې وړ وضعیت ښيي. په ۲۰۱۸ کال کې تر سلو ډیر ماشومان وژ ل شوي او په زرهاو نور بیا له جنسي لحاظه زورول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3K0Uv
Symbolbild - Kindesmissbrauch
انځور: Imago Images/blickwinkel

د آلمان د جنایي جرمونو احصایه د پنجشنبې په ورځ خپره شوه. پولیسو ویلي دي چې د ۲۰۱۸ کال له پاره خپرې شوې دغه شمیرې د یوه خراب وضعیت څرګندويي کوي.

د خپرو شویو شمیرو له مخې په ۲۰۱۸ کال ۱۳۶ ماشومان په دیرې په ظالمانه توګه وژل شوي دي چې په ډله کې یې ۸۰ سلنه تر شپږو کلونو کم عمر لره. په همدې موده کې د ۹۸ نورو ماشومانو د وژلو هڅه هم شوې ده.

له بلې خوا بیا په ۲۰۱۸ کال کې له جنسي لحاظه د زورول شويو ماشومانو شمیر د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۶،۴۳ سنله لوړ شوی دی. په دې کال کې د ماشومانو د جنسي زورونې ۱۴۶۰۰ دوسیې ثبت شوي دي چې په اوسط ډول په ورځ کې ۴۰ پیښې کیږي.

پولیس وایي چې د دغه شان پیښو اصلي شمیر ښايي تر دې لوړ وي او له دې کبله چې برید کوونکي ډیر وخت د کورنۍ غړي، ملګري او ګاونډي وي نو د ماشومانو له پاره یې په اړه رپوټ ورکولو ستونزمنیږي.

«ډیر جرمونه ښايي پټ پاتې وي»

د آلمان د جنایي جرمونو د فدرالې ادارې مشر هولګر مونش، روښانه کړې ده چې که څه هم پولیس د ماشومانو د جنسي زورونې د ۸۰ سلنه قضیو په حلولو توانیدلي دي خو دغه شمیر یوازې د هغو جرمونو په اړه دي چې پولیس یې په اړه معلومات ترلاسه کړي دي. هغه زیاته کړې ده چې چې موږ باید داسې وانګیرو چې ډیر شمیر دغه شان جرمونه پټ پاتې کیږي.

پولیسو په ۲۰۱۸ کال کې همداراز د ماشومانو د بربنډو فلمونو د جوړولو او ویشلو ۷۴۴۹ دوسیې کشف کړې دي. دا شمیره د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د پولیسو چارواکو روښانه کړې ده چې د دغه ډول ډیر پیښو کشف د نړیوال ګډ کار په پایله کې ممکن شوی دی.

د بیلګې په توګه د مې میاشتې په پیل کې، امریکایي امنیتي ادارو آلمان ته داسې معلومات ورکړل چې په پایله کې یې پولیسو د مجرمینو په موندلو او د هغوی په توقیفولو وتوانیدل. خو پولیسو ویلي دي چې د آلمان هغه قانون چې له مخې یې د انترنت د کاروونکو د «ای پي ادرسونه» نه ثبتیږي د دې مخه نیسي چې د ماشومانو د بربنډو فلمونو خپروونکي او جووړونکي ونیول شي.

هولګر مونش غوښتنه کړې ده چې د انترنت د کاروونکو معلومات دې د لسو اوونیو له پاره ثبت شي چې له چارواکو سره د مجرمینو په نیولو کې مرسته وشي. د هغه په خبره پولیسو ته د رسیدلو ۲۰ زرو قضیو له ډلې څخه په ۴۰۰۰ قضیو کې «ای پي ادرسونه» مجرمینو ته د رسیدو یوازینی امکان وو.

(ms/qn (AFP, dpa