يونان: د مهاجرو کشتۍ ډوبه شوې په لسونو مهاجر لادرکه دي
۱۴۰۱ مرداد ۱۹, چهارشنبهد یونان د ساحلي ساتونکو د ویاند نیکوس کوکالاس په حواله، ژغورل شوو مهاجرو ويلي دي چې د دوی کښتۍ چې پکې ۶۰ تر ۸۰ پورې کسان سپاره ول، د ترکېې له انتالیا څخه د ايټاليا پر لور حرکت کړی وو.
کوکالاس د یونان دولتي تلویزیون ته ويلي دي چې دغه کښتۍ د آژه سمندرګي په سويل، کاراپاتوس جزیرې ته نژدې اوښتې او ډوبه شوې ده. هغه زیاته کړه چې د ژغورنې او پلټنې عملیات د سهار په لومړيو ساعتونو کې د شدید باد په موجودیت کې پيل شول.
د ساحلي ساتونکو یو بل چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې په ژغورل شوو کسانو کې افغانان، ایرانیان او عراقیان شامل دي.
د آسیا، افریقا او منځني ختيځ څخه اروپا ته ډېر راتلونکي مهاجر لومړی د سمندر له لارې یونان ته ځانونه رسوي. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د اروپا د مهاجرت بحران پر وخت شاوخوا یو میلیون مهاجر چې ډېری ېې د افغانستان، سورېې او عراق هیوادونو څخه ول یونان ته راغلل. ډېر دغه مهاجر د ترکيې له سواحلو راخوځيدلي ول.