په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتنې شمیرې د پام وړ ډیرې شوي
۱۴۰۱ بهمن ۲, یکشنبهآلمانۍ ورځپاڼې «ویلټ ام زونتاګ» د مهاجرت او مهاجرو د وضعیت په اړه د یوه پټ راپور پربنسټ ویلي دي چې تیر کال د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هیوادونو کې د پناه غوښتونکو شمیر ۹۲۳زرو او ۹۹۱ تنو ته لوړ شوی و چې دا شمیره د ۲۰۲۱ په پرتله ۴۶،۵ سلنه زیاتوالی ښیې.
د دغې آلمانۍ رسنۍ د راپور له مخې، د «وضعیت» په اړه د اروپایی اتحادیې د کمیسیون په راپور کې د اروپا د پناه غوښتنې د ملاتړ د دفترونو د ناخپرو شویو شمیرو یادونه شوې .
« بیلډ ام زونتاګ» رسنۍ د راپور له مخې دا سند دا هم ښیي چې آلمان د تیر کال راهیسې د پناه غوښتنې ترټولو لوړه شمیره ثبت کړې.
په ټولیز ډول په آلمان کې په ۲۰۲۲ کال کې د اروپايي اتحادیې د نورو غړو هیوادونو په پرتله د پناه غوښتنې تر ټولو ډیر غوښتنلیکونه ثبت شوي دي چې (په ټولیز ډول ۲۲۶۴۶۷) دي.
تر جرمني وروسته فرانسه کې له ۱۵۴ زرو ۵۹۷ ، هسپانیه کې۱۱۶ زره ۹۵۲ او اتریش کې ۱۰۸ زره ۴۹۰ پناه غوښتونکي ثبت شوي دي.
هنګري ،سلواکیا او لاتویا د نومولړ په پای کې دي .
په آلمان کې د پناه غوښتونکو یو پر دریمه برخه د سوریې، ورپسې د افغانستان سلنه ۱۷، ترکیه کې ۱۰ سلنه او عراق۶،۷ کې دي.