په اروپايي ټولنه کې یو میلیون کسانو د پناه غوښتنه کړې ده
۱۴۰۲ تیر ۱۴, چهارشنبهپه ټولیز ډول په ۲۰۲۲م کال کې په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو شمېر ۹۹۶ زرو ته رسېدلی دی. په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتونکو ډېره برخه د سوریې، افغانستان، ترکیې، وینزویلا او کولمبیا ده.
هغه اوکراینیان چې له روسیې سره د جګړې له امله یې خپل هېواد پرېښی، په دې راپور کې نه دي شامل. شاوخوا څلور ميلیونه اوکراینیان په اروپايي اتحادیه کې د ځانګړي محافظتي حالت سره ژوند کوي.
اړوند مطالب:«نيږدې ۱۲ زره افغانان د آلمان د ويزې په تمه دي»
دې ادارې ویلي دي چې دا ټول پناه غوښتونکي په ګډه سره «په ډیرو هیوادونو کې د استوګنې پر مرکزونو ډیر فشار راوړي.»
د اروپايي اتحادیې ځينو غړو هیوادونو لکه ایټالیا، پولنډ او سویډن د غیر قانوني مهاجرت پر وړاندې سخت دریځونه غوره کړي دي.
دا لګښتونه کیدای سي زیات سي، ځکه چې د اتحادیې اقتصادي وده د لوړ انفلاسیون سره د مبارزې له پاره د سود لوړولو له امله ننګول سوې ده.