د «هزاره ګانو د نسل وژنې» د توقف له پاره د کمپاین ادامه
۱۴۰۰ خرداد ۱۹, چهارشنبهدغه کمپاين اوس سياسي مجلسونو ته هم ورداخل شوی دی. د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال، سرور دانش، په کابل کې د بریتانیا له سفير، الیسون بلیک سره د کتنې پر مهال، د کابل په لويديځ کې د «وروستيو کلونو په جریان کې د هزاره ګانو هدفي وژنې» او په ځانګړې توګه د «سیدالشهدا ښوونځي فاجعې» ته اشاره کړې او دغې موضوع ته د «افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو او د اړوند نړیوالو مراجعو له لورې د جدي رسيدګۍ» غوښتونکی شوی دی.
د افغانستان د جمهوري رياست د دوهم مرستيال د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې راعلي دي: «د افغانستان د ټولو بېګناه ملکي وګړو وژل د کورنيو او نړيوالو قوانینو او قواعدو پر اساس محکوم دي، خو د هزاره ګانو وژل د یوې قومي او مذهبې ډلې په توګه له څو کلونو راهيسې په هدفمندانه توګه ترسره کيږي او تمه لرو چې دولت او د بشري حقونو نړیوال بنسټونه له حقوقي او سیاسی لحاظه دغه جنایات محکوم او د دغې موضوع د حقیقت موندنې په برخه کې همکاري وکړي.»
د دغې اعلامېې په حواله، د بریتانیا سفير ويلي دي چې «دغه موضوع باید د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو تر څنګ، د نړیوالو قوانینو او قواعدو مطابق، د نړیوالو محکمو او بنسټونو له خوا وڅيړل شي، مستند جوړونه او حقيقت موندنه یې وشي.»
په افغانستان کې د آلمان سفارت هم ويلي دي چې د ملکي افرادو، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو پر وړاندې «تاوتريخوالو» حیران کړي دي او په دغه هیواد کې د سولې د تامين غوښتونکي شوي دي.
د «نسل وژنې» په رسميت پيژندل
په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو کارونکي، د دې تر څنګ چې په دغه هیواد کې د هزاره ګانو پر وړاندې د حملو د توقف غوښتونکي شوي، د دې غوښتنه يې هم کړې چې وروستیۍ خونړۍ حملۍ دې د «نسل وژنې» په توګه په رسيمت وپيژندل شي.
دوی استدلال کوي، څرنګه چې هزاره ګان په پرله پسې توګه د قومي او مذهبي هويت له مخې په نخښه کيږي، نو دغه حملې «نسل وژنه» ده او يا هم لږ تر لږه دغه خلک د معرض په خطر کې قرار لري.
په ټولنيزو رسنیو کې دغه کمپاین خپل منتقدان هم لري. ځینې په دې باور دي چې د افغانستان په جګړو کې ټول قومونه قرباني ورکوي او نه باید د جنګي قربانيانو موضوع قومي کړل شي.
ځینې بیا په دې باور دي چې دغه کمپاین به ښايي د دې سبب شي چې د افغانستان شیعه مذهبه او هزاره اوسیدونکي لا ډير د تروریستي ډلو د حملو پام ځان ته جلب کړي.
په آلمان کې د مهاجرو د حقونو يو فعال، حسن فکرت، په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «زه هیله مند يم چې دغه هشتګ د نړیوالو سازمانونو غوږ ته ورسیږي تر څو د افغانستان د ملکی خلکو د وژنو مخنيوی وشي. خو زه فکر کوم دغه موضوع کیدی شي يو څه حساسیت پاروونکې هم وي، ولې چې د افغانستان ټولو خلکو له جګړو زیان ليدلي دی. موږ هڅه وکړه چې دغه موضوع په آلمان کې د اجباري اخراج پر ضد مظاهرو کې په عمومي شکل سره بیان کړو تر څو مو د حساسيت له پارولو څخه مخنیوی شوی وي.»
د تيرې اوونۍ په پای کې د آلمان په ۱۳ ښارونو کې د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد مظاهرې وشوې. په دغو مظاهرو کې هم د ملکي تلفاتو د ډيريدو موضوع او په ځانګړې توګه د کابل په لويديځ، د هزاره ميشتو په سیمه کې وروستۍ حملې مطرح شوې. په څو نورو هیوادونو کې هم د «هزاره ګانو نسل وژنه متوقف کړئ» په شعار سره، لاریونونه شوي دي.
د افغانستان په پارلمان کې د هرات ولایت استازي، محمد رضا خوشک دویچه ويله ته وویل، ارقام ښيي چې «په سيستماتيکو حملو کې د هزاره قربانيانو شمیر، زرونو ته رسيدلی دی.«
هغه زیاته کړه: «دغه کمپاين کېدای شي يو لوړ آواز وي تر څو دغه سیستماتيکې وژنې په نړیوالې ټولنه کې د نسل وژنې په توګه په رسميت وپيژندل شي.»
خوشک دغه راز وايي: «موږ که کمپاين کوو که نه، د حملې هدف ګرځو. فکر نه کوم چې دغه کمپاين زموږ وضعيت لکه څنګه چې اوس دی، له دې بدتره کړي.»
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دې باور دی چې پر هزاره ګانو باندې حملې، په افغانستان کې د «نسل وژنې مصداق» دی.
د دغه کمېسيون مرستيال، نعیم نظري، دویچه ويله ته وويل: «په وروستيو کلونو کې پر هزاره ګانو باندې سیستماتيکې حملې په واضح ډول د نسل وژنې مصداق لري.»
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د بشري حقونو کميسیون، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د دغه سازمان امنیت شورا ته په لیکونو کې هڅه کړې ده، څو افغانستان ته د حقیقت موندنې یوه پلاوي ته لار خلاصه شي تر څو پر ملکيانو باندې شوې حملې د «نسل وژنې» «عام وژنې» او «جنګي جنایتونو» له نظره وارزوي او رده بندي کړي.
زموږ له آرشيف څخه: