1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د ګاز نيولو له کبله شپږ افغانان مړه شوي

۱۴۰۲ خرداد ۹, سه‌شنبه

شپږو افغانانو د ايران په قرچک سیمه کې د ګاز نيولو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ایراني رسنیو ليکلي چې د دغه پيښې په اړه پلټنې روانې دي.

https://p.dw.com/p/4RxqE
Iran Coronavirus Lockdown Tehran
انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

د دوشنبې په ورځ ایراني رسنيو د ایران په سويل کي د قرچک په ښار کې د شپږو افغانانو د مړينی په اړه خبر ورکړ. د تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د قرچک ورمین د بیړنۍ څانګې مشر میشام رادفر ویلي، چې دغو افغانانو د ډبرو سکرو د ګازو د تنفس او د مناسبې هوا د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند مطالب:

ایران په پوهنتونونو کې د افغان میشتو محصلینو پر نوم لیکنه بندیز لګولی؟

 دغه رسنۍ لیکلي: «نن سهار د قرچک ښار په یوه دودیز کانټینن کې د ګازو د نيولو پېښې خبر بیړنۍ مرکز ته ورسېده او تر څېړنو وروسته معلومه شوه چې په دغه ځای کې ۶ تنه مړه شوي دي.»

هغه زياته کړې، چې د مړو شویو له نږدي کسانو څخه دوه تنه د دي دردونکې خبر په اوريدلو سره شوکه شوی او روغتون ته ليږدول شوی دي.

اړوند مطالب:

په ایران کې لاریونونو د افغان کډوالو ژوند څرنګه اغیزمن کړی؟

په مړو شويو کې څلور نارینه او دوه ښځې دي. په ایران کې د قرچک سیمې د بیړنیو حالاتو چارواکي ویلي دي، چې کارپوهان په دې اړه څیړنې کوي چې دا پیښه څرنګه رامنځ ته شوې ده.