په ايران کې په زرونو کلي خالي شوي
په تيرو پنځوو کلونو کې په ايران کې په زرونه کلي خالي شوي دي. د کارپوهانو په وينا اوسنېو شرايطو ته په کتو سره به د ډيرو کليو د پاتيدو له پاره هيڅ توجيه وجود نه لري.
د ايران د کليو او وروسته پاته سيمو د پراختيا د څانگې مرستيال ابو الفضل رضوي وويل چې په ايران کې کابو ۶۴ زره کلي شته چې ۲۱ ميليون او پنځه سوه زره کسان پکښې اوسېږي. له دې ۶۴ زرو کليو څخه ۳۹ زره تر۲۰ زياتې کورنۍ لري او نور یې بيا تر دې هم کم نفوس لري.
زاهدان د ايران د تر ټولو ستر ايالت مرکز دی. د زاهدان کابو۳۵۰ زره اوسيدونکي د ښار په څنډو کې په غير رسمي استوگنځایونو کې ژوند کوي. د دې سيمو اوسيدونکي له کوم ځای راغلي؟ د غير رسمي شميرو له مخې «د ايران کابو ۳۳ زره کلي او نورې سيمې خالي شوي دي.»
شميرې ښيي چې په سيستان او بلوچستان ايالت کې د اوسيدونکو ۴۳ سلنه یې هغه دي چې د ښار په څنډو کې ژوند کوي. که سړی د زاهدان «شير آباد» او «سيک سوزي» سيمو ته سر ور ښکاري کړي نو ليدل کيږي چې هلته هیڅ ښاري زير بناوې نه شته. دلته «مطلق محروميت حاکم» دی.
په دې سيمو کې هغه خلک اوسي چې د همدې ايالت له نورو ليرې پرتو سيمو څخه کډه شوي دي. په ايران کې تر اسلامي انقلاب وروسته کلونو کې د سيستان او بلوچستان ايالت زياتره اوسيدونکي په ځانگړي ډول د ايران شمالي ايالتونو او عمدتاً گلستان ايالت ته کوچيدلي دي.
په درو ايالتونو يعني سيستان او بلوچستان، جنوبي خراسان او خراسان رضوي کې د کليو په تخليه کيدو کې چټکتيا تر سترگو کيږي. د سرشميرنې د شميرو په حواله په سيستان او بلوچستان ايالت کې د۱۳۹۰ او ۱۳۹۵ لمریزو کلونو ترمنځ ۲۸۰۰ کلي له اوسيدونکو څخه خالي شوي دي. زياتره هغه کلي خالي شوي چې د پاکستان او افغانستان پولو ته څیرمه پراته دي او د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.
د ۱۳۹۵لمريز کال د سرشميرنې په حواله په جنوبي خراسان ايالت کې کابو ۷۷۰ کلي خالي شوي دي.
د خراسان جنوبي ايالت ۳۵ سلنه اقتصاد پر زراعت ولاړ دی. وچکالي او بې کاري دلته د کليو د خالي کيدو عمده دلايل دي.
په دې وروسته پاته سيمو کې د کار ځايونو رامنځته کول مالي سرچينو ته اړتيا لري. خو منتقدين وايي: «د ايران د دولت بودجه د دې پر ځای چې د کليو او ليرې پرتو سيمو د پراختيا له پاره وکاروله شي، د روانو مصارفو د پوره کولو او پر داسې دولتي نهادونو مصرفيږي چې توليد یې معلوم نه دی.»
ويل شوي چې د ايران ۹۲ سلنه د اوبو سرچينې په کليو کې مصرفيږي. خو انتقاد کوونکي وايي: «په دې وروستيو کلونو کې د نويو ميتودونو له لارې د اوبو او کرهنیزې پراختيا له پاره کومه هڅه نه ده شوې.»
په خراسان رضوي ایالت کې وچکالي تر دې حده رسيدلې چې د ټولو ۳۷ دښتو څخه په ۳۴ کې د اوبو راويستل منع اعلان شوي.
په لیرې پرتو سيمو کې بې کاري تر دې حده رسيدلې چې دولت په پارلمان کې د يوې لايحې په ارايه کولو سره د پراختيايي بودجې څخه کابو يو نيم میلیارد ډالر په دغه سيمو کې د کار ځايونو د رامنځته کولو له پاره ځانگړي کړي دي.
ډيرو کليو ته د چيښاک اوبه په ټانکرونو کې رسول کيږي. د ايران پراختيا، د سيمو د ليري والي او د ډيرو لږو کورنيو دشتون له کبله هلته د بريښنا، تليفون، ښوونځي او روغتيايي مرکز تامين اقتصادي نه تماميږي.
د کليو اوسيدونکي د اړتيا زياتره وسايل حتی د ورځني ژوند د اړتيا توکي بايد د ښار له بازارونو څخه راوړي.
انتقاد کوونکي وايي چې د کليوالو د مرستې له پاره «جهادي» خوځښتونه او په کليوالو سيمو کې د دولتي ارگانونو تقويه يوازې تبليغاتي بڼه لري او په وضعيت کې به هيڅ بدلون را نه ولي.
کارپوهان وايي چې وچکالي، بې کاري، فقر او پر بحرانونو د لاس بري په برخه کې د دولت ناتواني د دې سبب کيږي چې زياتره کلي به له منځه ولاړ شي او ځوان نسل به له کليو څخه ښارونو ته کډه شي او دا کار به په راتلونکي کلونو کې نور هم چټک شي.