په ايټاليا کي د زلزلې قربانيان نور هم ډېر سوي
د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د ايټاليا مرکزي برخه يوې سختي زلزلې ولرزوله. دغي زلزلې تر ټولو زيات په غرنيزه سيمه آپنيني سخت توانونه رسولي دي. تر اوسه د ۲۴۷ کسانو د مرگ خبر ورکړل سوی دی.
دغي زلزلې د ايټاليا په مرکزي برخه آپنيني کي ډېر تانوانونه رسولي دي.
د جرمني د زلزلې څارلو مرکز ددغي زلزلې شدت ۶،۱۱ ريشتر او مرکز ئې د مځکي په ۱۰ کيلومترۍ ژوره کي ښوولی دئ.
د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست ۲۴مه) سهار وختي د ايټاليا مرکزي برخه زلزلې سخت ولرزاوه.
د امريکا د مځکي پيژندني ادارې بيا د زلزلې شدت ۶،۲ ريشتر اعلان کړی دی.
د ايتاليا د «آنسا» خبري آژانس د راپور له مخي د زلزلې مرکز د روم په شمال ختيځ ۱۵۰ کيلومترۍ کي وو او مځکي ښورېدل په روم کي هم احساس سوي دي.
زلزله داسي وخت وسوه چي سهار وختي ټول خلک بيده ول. د قربانیانو شمېر کېدای سي نور هم لوړ سي.
د آماتريس ښار ښاروال ويلي دي چي نژدې نيم ښار نړېدلی دی، خلک تر خرابو لاندي دي، لاري تړل سوي دي او برېښنا قطع سوې ده.
آماتريس ښار اکامولي ته نژدې دی. د دغه ښار ښاروال د هوايي مرستو غوښتنه کړې ده.
د امريکا د مځکی پېژندني ادارې د معلوماتو له مخي زلزله په دغه سيمه کي سوې ده.
د راپورونو له مخي په بېلابېلو سیمو کي ودانيو ته زيان رسېدلی دئ. يوه محلي چارواکی ويلي دي چي دغه زلزله د ۲۰۰۹م کال زلزلې ته ورته وه. هغه مهال په لاکوئيد ښار کي تر ۳۰۰ زیات انسانان ووژل سول. انځور د لاکوئيد د زلزلې دئ.