په ایران کې د اوبو کړکیچ؛ انځورونه کیسه کوي
په ایران کې په دوامداره توګه تر ځمکې لاندې اوبه په کمیدو دي او وچکالي ګام په ګام د پراخیدو په حال کې ده. د ایران د ګڼ شمیر سیمو خلک د څښاک اوبه نه لري او کرنیز حاصلات یې په کمیدو دي.
د ایران د جرګلان د سیمې کیسه
د ایران په شمالي خراسان کې جرګلان د یوې سیمې نوم دی. دغه سیمه د اوبو د بحران کیسه له مختلفو ابعادو کوي. دلته نه یوازې د اوبو د کمښت له امله کرنیز حاصلات کم شوي بلکې د دې سیمې اوسیدونکي د څښاک اوبو ته لاس رسی نه لري.
د اوبو د انتقال له پاره اوږده لار
د جرګلان په سیمه کې ټولټال ۳۵ کلي دي. د دې سیمې کابو ټول کلي د اوبو له کمښت سره لاس او ګریوان دي. د څښاک د اوبو پیدا کول تقریباً اوس د ټولو کار ګرځیدلی او دوی باید د اوبو د انتقال له پاره اوږد مزل ووهي.
د اوبو کړکیچ
داسې انځور چې توضیح ته اړتیا نه لري. په ایران کې د اوبو د کمښت مسئله په یوه ټولنیزه ستونزه اوښتې ده.
د اوبو په تمه
د دې سیمې خلکو ته د څښاک اوبه د ټانکرونو په واسطه انتقالیږي. د اوبو ټانکر په اونۍ کې یو ځل دې سمې ته ورځي او کله کله داسې هم پیښیږي چې د اوبو ټانکرونه په خپل وخت نه ورځي. په داسې حال کې د دې سیمې اوسیدونکي باید د څښاک د څو لیتره اوبو د لاسته راوړلو له پاره دوه اونۍ انتظار وباسي.
وچکالي
په جرګلان کې وچکالي د هر کال په تیریدو پراخیږي. د څښاک د اوبو نشتوالی او د اوبو کړکیچ د دې سیمې د اوسیدونکو ستونزې لا پسې ډیروي.
د اوبو کړکیچ د امنیتي کړکیچ بڼه غوره کوي
د ایران د ملي امنیت له کمیسیون څخه علاءالدین بروجردي څه مودې مخکې په دې سیمه کې د اوبو د کمښت له امله د رامنځته شوي بحران په هکله خبرې کړې وې. نوموړي د ا یسنا خبري آژانس ته ویلي وو چې په عملي توګه د اوبو کړکیچ د یوه امنیتي کړکیچ بڼه خپلوي. هغه زیاتوي چې په ځینو سیندونو کې ناولې اوبه ورګډیږيږي او پاکې اوبه خرابوي.
په ایران کې د چندیر او اترک سیندونه
په ایران کې د وچکالۍ له امله د چندیر او اترک سیندونو اوبه هم د کمیدو په حال کې دي. د دې سیندونو د اوبو کمښت د سیمې په زراعت باندې هم منفي اغیز کړی دی. په دې ترتیب، په جرګلان کې د اوبو کړکیچ یوه امنیتي کړکیچ ته ورته او همداشان پر ټولنیز کړکیچ د بدلیدو په لوري روان دی.
ډیردونکي کثافات
په لویو ښارونو کې د خلکو نفوس د ډیریدو په حال کې دی. د کثافاتو او ناولو اوبو د انتقال خراب مدیریت د دې سبب شوی چې په ګڼ شمیر سترو ښارونو کې د کثافاتو غرونه رامنځته شي چې بیا سیندونو ته انتقالیږي.
د اوبو د کړکیچ امنیتي اړخ
د سترو ښارونو ښاروالۍ په دې هڅه کې دي چې د ښارونو لیرې برخو ته خپل کارکوونکي ولیږي ترڅو د کوډلو په ورانولو سره دغه ستونزه حل کړي. خو ځیني وختونه بیا د شرکت د کارکوونکو او د دغو کوډلو د اوسیدونکو تر منځ اخ او ډب هم رامنځ ته کیږي.
له خراسان نه تر خوزستان پورې او له مازندران نه تر بلوچستان پورې
د جرګلان څخه ترلاسه شوي انځورونه ټکان ورکوونکي دي او دا د بیلګې په توګه د یوې ستونزې ښکارندويي کوي. د اوبو کمښت تقریباً د ایران په ټولو برخو کې احساسیږي. د روان لمریز کال په سرطان میاشتې کې د بیلګې په توګه د جغتای سبزوار سیمې اوسیدونک،او امنیتي ځواکونو تر منځ اخ او ډب رامنڅ ته شوي چې یو کس په کې د وژل شو او ۱۲ نور ټپیان شول. دغه اخ او ډب د اوبو د څا د کیندلو پر سر رامنځ ته شوی وو.