په ایران کې ۴۰ زره کلن جهیل په بشپړه توګه وچ شوی
په ایران په همدان کې د «آق ګل» په نامه جهیل په بشپړه توګه وچ شوی. تر وچیدو مخکې د دې جهیل پراختیا ۸۳۰ هکتاره وو او د جهیل په سیمه کې شاوخوا ۴۶ ډوله د اوبو او وچې مرغان موندل کیدل.
د ایران د تسنیم په نامه خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د ایران په همدان ولایت کې د «آق ګل» په نامه یو جهیل چې د ایران یو له سترو جهیلونو څخه وو، د روان کال په ترڅ کې په بشپړه توګه وچ شوی.
د آق ګل په نامه دغه جهیل تر وچیدو مخکې د په ۸۳۰ هکتاره ځمکه کې پروت وو.
د ایران د یو بل خبري آژانس میزان په حواله، د دې جهیل د ځمکې ضخامت چې اوس په بشپړه توګه وچ شوی، ښيي چې د آق ګل په نامه د دغه جهیل عمر ۴۰ زره کاله وو.
د دې رپوټ په حواله، ان د ژمي په موسم کې د ځمکې لاندې د اوبو له حده ډیره استفاده، د دې لامل شوی چې دغه جهیل وچ شي.
تر دې وړاندې او په ۱۳۹۰ کال کې د ایرنا په نامه د ایران یو بل خبري آژانس خبر ورکړی وو چې د «آق ګل» په نامه دغه جهیل په ملي کچه ثبت شوی دی.
د ایسنا خري آژانس په حواله، په دې جهیل کې ۴۶ بیلابیل مرغان موندل کیدل چې له دې ډلې څخه د فلامینګو، قو، خاکي غازو، تنجه، ادرک مرمري، شین سری اردک، د سقا په نامه مرغه، لګ لګ، حواصیل او دې ته ورته نور مرغان د یادولو وړ دي.
د نورو ننګونو سربیره چې اوسمهال ایران ورسره لاس او ګریوان دی، د کارپوهانو په حواله د اوبو کړکیچ بله لویه ستونزه ده چې ایران ورسره مخ دی.
د چاپیرال اړوند د کارپوهانو په حواله د اقلیم بدلون او د ۲۰ کلونو په ترڅ کې د ځمکې د تودوخې د درجې لوړیدل، د ایران د ځینو سیمو د وچیدو له عواملو څخه ګڼل کیږي.
د ملګرو ملتونو د وړاندوینو په اساس، د نړۍ د اوبو زیرمې به د راتلونکو ۱۵ کلونو په ترڅ کې تر ۴۰ فیصله کمې شي.
تر دې وړاندې هم د ایران په ځینو سیمو کې میشت خلک د اوبو له کمښت سره لاس او ګریوان وو او ښايي ایران په راتلونکو کلونو کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.