په برازيل کې کرونا په یوه ورځ کې نژدې یونيم زر کسان وژلي
۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعهپه برازيل کې د تیرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې د کرونا ناروغۍ د مړو لوړ رقم په دې معنی دی، چې په هره یوه دقیقه کې د مړينې څه باندې يوه پيښه رامنځ ته شوې ده. دغه هيواد اوس مهال د نړۍ په سطحه دريم هیواد دی چې د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې تر ټولو ډيرې پيښې لري.
په دوهمه پر له پسې شپه، د برازيل د عامې روغتيا وزارت د پنجشنبې ورځې ارقام، پر ځایي وخت د شپې تر ۱۰ بجو پورې وځنډول. شپې لس بجې په برازيل کې هغه وخت دی چې معمولا د ټول هيواد په سطحه تر ټولو ډير خلک خبرونه اوری او ګوري.
د پنجشبې ورځ د برازيل له پاره د کرونا ناروغۍ له امله د لوړو تلفاتو درلودونکې دريمه پر له پسې ورځ وه.
برازيل رپوټ ورکړی، چې په دغه هیواد کې تر اوسه څه باندې ۳۴ زره کسانو د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دې سره دغه هيواد د کرونا ناروغۍ د مړو په حساب تر ايټاليا مخکې شوی دی او حاضردمه د بريتانيا او امریکا متحده ايالاتو وروسته د نړۍ په سطحه دريم هیواد دی چې د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډير مړي لري.
د چارو کارپوهانو يې دليل، په دغه هیواد کې د تيستونو غيرکافي وړتيا په ګوته کوي.
آژانسونه/ م.ک.ص/ ګ. پ