په نړۍ کی ډیر شمیر کوچنیان چی زیاتره یې یوازی وي، د ترهگرۍ، جگړې او نامعلومی راتلونکي له امله د تیښتې په حال کی دي. دا ډول کوچنیان د مهاجرت پر لار، له کومو ستونزو سره مخامخ کیږي او سړی څنگه کولای سي له هغو سره سمه مرسته وکړي؟ په همدې هکله په برلین کی یو کنفرانس جوړ سوی.