په ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د ساري نارغیو د خپریدو خطر
۱۴۰۱ بهمن ۲۴, دوشنبهد روغتیا نړیوال سازمان وایي په سوریه کې ۸۵۰۰ کسان په زلزله کې مړه شوي دي، چې دوه پر درېیمه برخه یې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کاوه. د سوریې د روغتیا وزارت د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹۰۰ اعلان کړی دی.
اړوند مطلب: ملګري ملتونه: د زلزلې د مړو شمېر ښايي ۵۰ زرو ته لوړ شي
ترکیه اوس د نړیوالو مرستو په مرکز بدله شوې ده، خو د سوریې زلزله ځپلو سیمو ته لاس رسی ډېر محدود دی. د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیث د «سوریې د ځپل شويو په حق کې بې توجویي» او د هغوی پریښودل خواشینونکي بللي. هغه په یوه ټویټ کې لیکلي دي، نړیواله ټولنه مکلفه ده چې دغه بې توجویي په بیړني ډول جبران کړي.
ګریفیث د یکشنبې په ورځ ترکیې ته د خپل سفر پرمهال وړاندوینه وکړه چې په دواړو هیوادونو کې به د مړو شمیر ۵۰ زرو ته لوړ شي.
په عين حال کې د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسيس د زلزلې له امله د زيانمنو شويو خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو پرمهال وویل چې بايد له ټپيانو سره مرستې وشي.
د ناروغۍ خطر ډیریږي
د ترکیې او سوریې زلزلې څخه یوه اونۍ تیریږي، خو خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او د ساري نارغیو پېښدو د خطر زنګ وهل شوی.
ځپل شوي سیمي دومره پراخي دي چې د لازمو روغتیایي مرکزونو رامنځته کول امکان نه لري، چې یو لامل یې له صفر ټیټې یخه هوا ده.
حرارتي کمرې او د څو کسانو د ژوند ژغورل
ژغورونکي د تودوخې عکس اخیستونکي کمرې کاروي، ترڅو تر خاورو لاندې ژوندي پاتې شوي کسان تعقیب کړي. دغه کمرې د ژغورونکو سره مرسته کوي چې د ژوندي انسان د بدن تودوخه په ژورو کې معلومه کړي.
اړوند مطلب: په سوريه کي زلزله: بشري مرستي له خنډونو سره مخامخ دي
د ترکیې او ايټاليا یوه ډله په دې وتوانیده چې دوه تنه چې عمرونه یې ۳۵ او ۳۲ دي، د اته پوړیزې ودانۍ تر خټو لاندې راوباسي.
د دې ټکنالوژۍ او روزل شویو سپیو په مرسته د لټون په پنځمه ورځ څو کسان چې تر خرابیو لاندې ول، وژغورل شول. د دوی په منځ کې دوې خویندې په اډیمان کې تر ۱۵۳ ساعتونو وروسته له خاورو را ایستل شوې.
د یوه پنځه میاشتني ماشوم ژغورل
په انتاکیه ښار کې ژغورونکي وتوانیدل چې پنځه میاشتنی ماشوم له پنځو ورځو وروسته له خاورو ژوندی راوباسي. په هغو انځورونو کې چې د ترکيې پر ټلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپاره شوي، ماشوم په یوه تنګ، یو متر سوري کې موندل شوی، بې هوښه دی خو تنفس کوي. په همدې ترتیب د زلزې ویجاړیو لاندې یو شپږ کلن هلک هم موندل شوی دی.
د ترکیې او یونان محتاطانه نږدیوالی
د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ پر ۱۲ د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دندیاس په یوه ناڅاپي سفر د ترکیې زلزله ځپلو سیمو ته سفر وکړ او له خپل ترکي سیال سره یې ولیدل. د یونان دولتي تلویزیون د دواړو مشرانو صمیمانه لیدنه وښودلو، چې یو بل په غیږ کې نیسي. چاوش اوغلو د یونان له مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه، دوه هيوادونه کولی شي، چې خپل مسایل د خبرو له لارې حل کړي.
انقره او آتن له څو لسیزو راهیسې د ایجین سمندر ټاپوګانو او سمندري پولو په اړه اختلاف لري.
په ترکیه کې د ۱۱۳ ساختماني قراردادیانو د نیولو حکم شوی
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د خوندي ساختماني چارو په برخه کې د غفلت په قضیه کې د ۱۱۳ مشکوکو کسانو د پېژندلو او د هغوی د نیولو امر صادر کړی دی.
د ترکیې د عدلیې وزارت د لسو زلزله ځپلو ولایتونو د انجینرۍ په سیستم کې د احتمالي سرغړونو په اړه څېړنې کوي. د ترکیې د چاپېریال وزیر ویلي دي چې د دوشنبې په زلزله کې ۲۵ زره کمپلکسونه یا په بشپړه توګه نړېدلي او یا هم سخت زیانمن شوي دي.
په دا کچه د ویجاړیو اندازه، د غیر اصولي ودانیو نښه ګڼل کیږي.
ن ز/ ف ظ/ dw