په زړه پوري ورزشي انځورونه
په ورزش کې یوازي ګتونکی، بایلونکی او د سیالیو پایلې مهمې نه وي. بلکې نه هیرونکي او په زړه پوري شیبې د خاطرو په توګه باقي پاتيږي. په دې انځویز رپوټ کې د مختلفو ورزشي مسابقو جالبه او په زړه پوري انځورونه لیدلی شئ.
له غره څخه اوبو ته ټوپ وهل
بریتانوی بلیک آلدریچ په ایرلنډ هیواد کې د Red Bull Cliff Diving World Series 2017 یا له غره څخه اوبو ته د ټوپوهني سیالیو په ترڅ کې له ۲۷،۵ متره لوړوالي څخه پر شاه اوبو ته ټوپ وواهه.
کریستیانو رونالدو
که څه هم په دغه په زړه پورې آکروباتیک انداز کې د کریستیانو رونالدو توپوهنه د دوی لوبډلې ته په ګول وهنې تمامه نه شوه، خو ریال مادرید وتوانید چې د اروپا د اتلانو جام په سیالیو په کې د آلمان يوې لوبډلي ته ماته ورکړي.
امریکایې فوټبال
چین د امریکایې فوټبال په برخه کې شهرت نه لري، خو په چنایې ځوانانو کې له دغه ورزش سره لیوالتیا په مخ پر ډیریدونکي ډول زیاتیږي. په پیکنګ کې د تنکیو ځوانانو د سیالۍ یوه صحنه.
د کښتیو ځغلول
د اوبو پر سر د پرواز په شکل د کښتیو ځغلونه؟ د امریکا جام په سیالیو کې د نیوزیلند او امریکا د دوو ټیمونو د کښتۍ ځغلوني داسې یوه په زړه پوري صحنه ده چې باور پرې نه کیږي. په دغو سیالیو کې د نیوزیلند لوبډله وتوانیدله چې لومړی مقام ترلاسه کړي.
توب ته په قهرجن نظر کتل
د تینس لوبې سربیایې لوبغاړی نواک جکویچ، په فرانسه کې (فرنچ اوپن) په تورلمنټ کې ښه چانس نه درلود او د اتریشي "دومینیک تیم" په مقابل کې یې ماته وخوړه. په انځور کې لیدل کیږي چې هغه په خپل میدان کې د توپ لګیدو په غوسه کړی دی.
کرکیټ د افریقایې ښکاريانو په سبک
په دې انځور کې د کینیا هیواد د ماسایې ښکاريانو یو لوبغاړی لیدل کیږي چې د خپل سیمه ايزو جامو او کرکیټ د تجهیزاتو په ترکیب سره د توپوهنې کوښښ کوي.
د برلين په لویه کلیسا کې جمناستک
د جمناستک اتلولي سیالۍ په آلمان کې ډیر مینه وال لري. سږ کال په بې ساري توګه د ترامپولین د څانګې سیالۍ د برلين په لویه کلیسا کې ترسره شول.
د امکان تر حده د بدن نرموالی
له لوړې ارتفاع څخه د خیز پر مهال یوازې د ټوپوهنې تکتیک کفایت نه کوي. په ټاکونکو شیبو کې د لوبغاړي بدن باید بشپړ نرمش یا انعطاف ولري. په دې انځور کې د امریکا د دومیداني له ټیم څخه تالیا بروکس لیدل کیږي چې د خپل بدن فوق العاده نرموالې نندارې ته وړاندې کوي.
په نڅا سره په مقابل لوبډلې کې د ویرې ایجادول
د ورزش مینه وال پوهیږي چې په نیوزیلند کې د رکبي لوبغاړي د خپل سیالې لوبډلې د تاثیر لاندي راوستلو له پاره د «جګړې په نڅا» لاس پورې کوي.
اولمپیک ته د رسیدو هڅې
د پاريس ښار د ۲۰۲۴م کال د اولمپيک د دوبنیو سیالیو له پاره یو نوماند ښار دی. په دې انځور کې لیدل کیږي چې یو لوبغاړی د الکساندر دریم تاریخي پول څخه د سن پاریس رودخانې ته د ټوپوهنې په حال کې دی.
ساحلي هندبال
دغه فوق العاده انځور د کرواسیا هیواد په زاګرب کې د ساحلي هندبال سیالیو د ورزش له پاره یو ښه تبلیغ دی.
پښه پورته او که سر ډیر ټیټ دی؟
د کنفدارسیونونو جام د سیالیو په چوکاټ کې د نیوزیلند په مقابل کې د روسیې لوبډلې د سیالیو یوه په زړه پورې صحنه.
د درناوی په موخه ښکولول
آلمانۍ آس ځغلونکې بتینا هوی، له دې ډول ښکولولو سره د خپل آس درناوی کوي. د آلمان د اتلولې په سیالیو کې دا ډیره بریالې لوبغاړې وه.
د بیدگوشچ پر بامونو
په پولنډ هیواد کې د بیدگوشچ ښار د رسۍ پر سر د قدم وهنې د نړیوالو سیالیو کوربه دی. ورزشکاران له امنیتي کمربند سره ښیې چې له څومره دقت او بیلانس سره د تنابونو یا مزو پر مخ قدم وهي.