«په سويډن کې يو سړی غواړي بيا قرآن کريم ته اور واچوي»
۱۴۰۲ تیر ۹, جمعهپه ستاکهولم کې د قرآن شريف سوځولو په اړه نړيوالو اعتراضونو ته په نه پاملرنې سره، هغه عراقي چې د دې کار مسئول بلل کيږي، ويلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به د قرآن کریم يوه بله نسخه هم وسوځوي.
د سلوان موميکا په نوم دغه کس د «ايکسپريسن» ورځپاڼې ته وويل چې دی پوهيدی چې کړنه به یې ډېر غبرګونونه را وپاروي. خو پر دې سربیره هم دی د نورو ورته ګامونو پلان جوړوي او «په راتلونکو لسو ورځو کې به د عراق بيرغ او قرآن کريم په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته وسوځوي.»
اړونده موضوع: سويډن: يوې محکمې د قرآن پاک د سوځولو اجازه ورکړې ده
مومیکا چې په سويډن کې ميشت عراقی کډوال دی، د چهار شنبې په ورځ يعني د لوی اختر په لومړۍ ورځ یې د ستاکهولم د ستر مسجد مخې ته په داسې حال کې چې د سويډین بیرغ یې پورته کړی وو، د کابو سلو تنو نندارچيانو او ژورنالیستانو په حضور کې څو ځله پر قرآن کريم پښې کيښودلې. تر دې وروسته یې د خوګ يا خنځير د غوښې ټوټې د قرآن کريم د پاڼو په منځ کې کيښودلې او دغه پاڼو ته یې اور ورته کړ.
دې ۳۷ کلن سړي تر دې دمخه له سويډني چارواکو څخه د خپلې دې احتجاجي کړنې له پاره اجازه ترلاسه کړې وه. نوموړي خپل دا غوښتنليک د نظر د آزادۍ سره توجيه کړی وو.
په دې منځ کې پوليسو د هغه په اړه «د يوې نژادي ډلې پر وړاندې د پارونې» په تړاو پلټنې پېل کړي دي ځکه چې نوموړي قرآن کريم د يوه مسجد مخې ته سوځولی وو. خو موميکا دا ادعا ردوي چې ګني کړنه يې «د کرکې پارونې جرم» يا «د يوې ډلې پر وړاندې د پارونې» عمل دی.
د قرآن کریم د سوځولو پر وړاندې غبرګونونه
د دغه عراقي وګړي دا ګام په ټوله اسلامي نړۍ کې په کلکه وغندل شو. اکثريت اسلامي هيوادونو د اعلاميو په خپرول سره دا ګام محکوم کړ.
د عراق په پلازمېنه بغداد کې مظاهره کوونکي د سويډن پر سفارت هجوم ور ووړ او مراکش له سويډن څخه خپل سفير ور غوښتی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې تر اوسه په ناټو کې د سويډن د شامليدو مخه نيسي، د «کرکې وړ» دې ګام مسئوليت یې پر سويډني چارواکو ور اچولی دی.
د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د مذهبي متنونو سيځل «بې احترامي او له سپکاوي ډک» عمل بللی دی.
په ناټو کې د سویډن شاملیدل؟
په ستاکهولم کې دا پېښه ښايي د ناټو په پوځي ائتلاف کې د سويډن د شامليدو چانس نور هم ټکنی کړي. په پام کې ده چې یوه اونۍ وروسته به د سويډن او ترکیې استازي په بروکسل کې په ناټو کې د سويډن د غړيتوب په تړاو خبرې اترې وکړي.
اړونده موضوع: ناټو: «سویډن د ترکیې شرایط پوره کړي»
ترکيه او هنګري هغه يوازني هيوادونو دي چې په ناټو کې د سويډن شامليدو ته یې لا رايه نه ده ورکړې. ترکیه پر سويډن تور لګوي چې «ترهګرو» ته یې پناه ورکړې ده. ترکيه په دې سره د کردانو د کارګر ګوند «پی کی کی» غړو ته اشاره کوي.
په جنورۍ میاشت کې ښی اړخه احتجاج کوونکو په ستاکهولم کې د ترکیې سفارت مخې ته قرآن کريم وسوځاوه او په دې توګه یې د ټولې اسلامي نړۍ سخت غبرګونونه راوپارول.
ب. ص/ ن. ز (AFP)