په سپورت کې مخکښانې
هغو ښځو چې له نارينه وو سره يې يو شان سپورت کاوه ډير زحمتونه گاللي. دې مخکښانو اړتيا درلوده چې د برابرۍ له پاره پر ډيرو مقاومتونو برلاسي شوي وای.
مبارزه
که څه هم د بوستون د مسابقي قاريدلې مدیر(له ښۍ خوا دویم) هڅه کوله چې له دغي ښځي څخه د لوبې د پيل لمبر واخلي، خو بريالی نه شو. کاترین سوير لومړنۍ ښځه وه چې په ۱۹۶۷م کال کې د ځغاستې په مسابقه کي ګډون وکړ او په بريالیتوب سره يې پای ته ورسوله. هغې په پټه ځان پکې شامل کړې ؤ. هغه مهال د ښځو له پاره د ځغاستې مسابقې فاصله يوازې ۸۰۰ متره وه.
توپير نه سره لري
د ۱۹۷۰م کلونو په لومړيو کي له ټولو څخه ځانګړې بیلې جین کينګ، د دې له پاره مبارزه کوله چې ښځي او نارنه مسلکي کسان په يو ډول سره د جایزې پيسې تر لاسه کړي.
د خلکو د خوښې وړ
د بایسکل ځغلولو سپورت: الفونستيا استرداد د آلفونستين په نامه د ۱۹۲۴م کال په لومړیو کې په Giro d'Italia کې په لوبه کي نوم ليکنه وکړه او مسابقي جوړونکو فکر وکړ، چې ګواکي هغه نارینه دی. کله چې حقيقت بربڼد شو بيا هم يې هغې ته په مسابقه کي د ګډون اجازه ورکړه. خلکو ډيره خوښوله، هغه يوازنۍ ښځه وه چې له نارینه وو سره په يو ډول د بايسکل زغلولو په لوبه کي ګډوڼ کړې.
د الوتنې حق
تر۱۹۹۰مو کلونو پورې د سکي ټوپ وهلو له پاره د ښځو سيالۍ نه وې او ايوا ګانستیر وکړای شول په نارینه وو کي خپله وړتیا وښيې. په ۱۰۹۷م کې دغې اتريشۍ د سکې په لوبه کي ټوپ وواهه. د سکې په ټوپ وهلو کي د ښځو ونډه پراخه شوه .له ۲۰۰۱۱م کال څخه د سکي لوبو نړيوال جام شته او د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۴م کال کي د المپيک لوبې شوې.
په ميدان کې ځواک
د هرې اوونۍ په پاې کې ۲۲ نارينه په اصطلاح د هغې شپيلق وهلو ته ګډيږې. بيبيانه شتاين هاوس، لومړنۍ المانۍ ښځه ده، چې د آلمان فوټبال د نارينه وو په سپورت کې د ريفرې په توګه کار کوي او تر نن ورځ پورې يوازنۍ ښځه ده.
نښه ويشتل
په بريتانیا کې ګيتی اژانس او عکاس مانس فيلد، د ۲۰۱۹م کال د PDC World Darts نښې ويشتلو د اتلوالۍ مسابقه کې ګډون واله Fallon Sherrock فالون شيروک.