په فرانسه او سویس کي سختو بادونو اوبارانونو اوه تنه مړه کړي
۱۴۰۳ تیر ۱۱, دوشنبهد فرانسې خبري آژانس د چارواکو له قوله ليکي چې د یکشنبې په ورځ د فرانسې په شمال ختیځ، دیپارتمان دې لوب کي درې زاړه کسان مړه سوي دي. د پولیسو په حواله په ګاونډي هیواد سویس کي بیا څلور کسان مړي سوي او یو کس لادرکه دی.
په سویسکي د کانتون پولیسو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ دی چی درې کسان د سختو بارانونو له امله د مځکي ښویدني په پېښه کي مړه سوي دي. د سویس په جنوب لویدیځ د ساس ګروند سیمي په یوه هوټل کي د یوه کس مړی موندل سوی دی. د پولیسو په حواله داسي ښکاري چي د هغه د مړیني علت به هم په ناڅاپي ډول ودانۍ ته د ډیرو اوبو ننوتل وي.
د سویس ډیرې برخې د شنبې د ورځي له ماپښښین راهیسي له سختو بارانونو څخه اغیزمني سوي دي. د یکشنبه په سهار وختي، د پراتو سورنیسو او میګیا تال له اوسیدونکو وغوښتل سول چی د میګیا رود ته نیژدې خپل کورونه پریږدي.
د مونګو په سیمه کي ۷۰ کسان له یوه تفریحي ځای څخه انتقال سول. له ناورینونو سره د مبارزې د ادارې په حواله د اوبو د لوړې سطحې له امله سړکونه وتړل سول او همدارنګه یو پُل هم د ډیرواوبو له امله نړیدلی دی.
همدارنګه د ایټالیا په شمال لویدیځ، پیمونټ او اوستاتال کي هم سخت سیلابونه راغلي دي. په پیمونت کي ژغورونکې عملې د یکشنبې په سهار د ژغورلو له اتیا عملیاتو څخه خبر ورکړ. په اوستاتال کي له خټو سره یو ځای سختو سیلابونو، د سیروینیا سیاحتي ځای ته تلونکې لار په لنډمهاله توګه بنده کړه.
د کوګنې کلي اړیکي چي ۱۳۰۰ اوسیدونکي لري، له خټو سره ګډ سیلابونو له امله له بهر سره قطع سوي دي. والنونتي ته نیژدې د بریښنا او اوبو رسولو سیستم له کاره لوېدلی دی.
GP/NZ/AG