په لیبیا کي د سېلابونو ناورین؛ بې وسي او د مرستو تمه
په ليبيا کې د سېلابونو له کبله د مړو شمير وار په وار ډېريږي او اټکل کیږي چې ښايي ۲۰ زرو ته ورسيږي. تر اوسه تر ۱۱ زرو ډېر جسدونه موندل سوي. سیلاب ځپلو سیمو ته د نړيوالو مرستي پیل سوې، خو له ستونزو سره مخامخ دي.
د ژغورني عمليات
د لیبیا په ختیځ «درنه» ښار کي له ناوریني سیلاب څخه درې ورځي وروسته لاهم د ورک سویو کسانو لټون روان دی. «دانیل» طوفان د لیبیا د ختیځ ساحل په اوږدو کي ډېري ویجاړي رامنځته کړي دي، په ځانګړي ډول په بندري ښار درنه کي ، چي ۵۰ زره اوسیدونکي لري. د ليبيا د سرې مياشتې چارواکو پنجشنه د شپې اعلان وکړ چې په درنه ښار کې د مړو شمير ۱۱ زره ۳۰۰ ته رسيدلی دی.
تر خټو او لی لاندي ویجاړ ښار
دغه سېلاب د لیبیا له پلازمېني څخه ۹۰۰ کیلو مټره لیري درنه ښار یومخ ویجاړ کړی دی. د سپتمبر پر۱۰ نېټه دوه د اوبو بندونه د سېلابونو له امله ونړېدل او د دغه ښار پراخي سیمي تر اوبو لاندي سوې. سړکونه خټو او لي پر سر واخیستل، ودانۍ راونړېدې. له سېلاب څخه ترمخه دغه ښار د سپین رنګه کورونو او د خرماوو په باغونو لرلو مشهور و.
ژغورل سوي کسان خپل دوستان ښخوي
ډېر قربانیان تر خټو او لي لاندي سوي دي، د سیمي خلک مړي په ټوکرانو کي رانغاړي. د سیمی یوتن اوسیدونکي مصطفی سالم رویټرز خبري اژانس ته وویل، خپل ۳۰ تنه د کورنۍ غړي او نژدې دوستان يې په دې ناورین کي مړه سوي دي. چارواکي اټکل کوي چې په دې ښار کې به د قربانيانو شمير د ۱۸ زرو او ۲۰ زرو ترمنځ وي.
نړيوالي مرستي
د لیبیا د سرې میاشتي پر مرستو سربېره د نړيوالو مرستو کاروانونه هم دغه ښار ته رسېدلي دي، ترڅو د ژغورني په عملیاتو او پاکسازۍ کي مرسته وکړي. نړيوالي ټولني هم یو مرستندویه ډله همږغې کړې ده، ترڅو له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي. یوشمېر هیوادونو لکه ترکیې او قطر هم د چټکو مرستو اعلان کړی دی.
فلسطینیانو هم مرسته کوونکي ورلېږلي دي
د فلسطینیانو روغتیايي مرستي او ولسي ساتونکي ځواکونه هم لیبیا ته ورسېدلي دي. ملګرو ملتونو له لیبیا سره د خپلو چټکو مرستو اعلان کړی دی، د ملګرو ملتونو یوه ډله لیبیا ته رسېدلې ده، تر څو اړتیاوي په ګوته او مرستي همږغي کړي.
ټوله پاته سوې شیان يې په یو بکس کي ځایږي
ژغورونکي هڅه کوي، چي که له دغه سېلاب څخه کومه څه پاته سوي وي، هغه وژغوري. دغه تنکي ځوانان[په انځور کې] په درنه ښارکي هڅه کوي، چي د خپلو کورنو پاته سوي شیان په یوه بکس کي یوسي. ډېر سړکونه له کاره لوېدلي او د تګ راتګ وړ نه دي، چي دغه کار د نړيوالو مرستو په رسولو کي خنډ پېښ کړی دی.
په ملیارډونو ډالره مالي تاوان
دغه سړی [په انځور کې] په ویجاړیو کي لټون کوي. د لیبیا د هوانوردۍ د ملکي ادارې وزیر په ختیځ کي رویټرزخبري اژانس ته ویلي، چي دې سېلابونو په ميليارډو ډالرو زيان اړولی دی.