په مدیترانه کې د کډوالو د کښتې د ډوبیدو انځورونه
د ایتالیا سمندري ځواکونو په مدیترانه کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو انځورونه خپاره کړي دي. په دې کښتۍ کې ۵۰۰ کسان سپاره وو. په روان کال کې شاوخوا ۱۳۷۰ انسانان اروپا ته د رسیدو په هڅه کې ډوب شوي دي.
د ایټالیا د سمندري ځواکونو کښتۍ د چهارشنبې په ورځ د هغو کډوالو مرستې ته ورسیده چې د کب نیوونکو په یوې وړوکې کښتۍ کې په مدیترانه سمندر کې په حرکت کې وه. په روان کال کې له ۴۰ زرو څخه ډیر کډوال له مدیترانه سمندر څخه ایټالیا ته لیږدول شوي دي.
دغه زړه کښتۍ هغه وخت چپه شوه چې کډوال یې یوازې یوې خوا ته راټول شول. ځینې کډوالو ځانونه له کښتۍ ځانونه سمندر ته اچولي وو. ډیر کډوالو د ژغورنې واسکټونه هم په تن کې لرل.
د کښتې تر چپه کیدو وروسته په هغې کې سپرو کسانو په سمندر کې لامبو پیل کړه. د ایټالیا سمندري ځواکونو ویلي دي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یوې بلې کښتۍ هم له کډوالو سره د مرستې په موخه سیمې ته یوه څرخي الوتکه استولې ده. هغوی کډوالو ته د ژغورنې واسکټونه ورسول.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې په روان کال کې لږ تر لږه ۱۳۷۰ کسان اروپا ته د رسیدو پر لاره په اوبو کې ډوب شوي دي.
د ایټالیا سمندري ځواکونو اعلان کړی دی چې په ټوله کې ۵۶۲ تنه کډوال له دې ډوبیدونکې کښتۍ څخه ژغورل شوي دي. اروپايي چارواکي اندیښنه لري چې د هوا له ګرمیدو سره ښایي ډیری کسان د مدیترانې له لارې اروپا ته د رسیدو هڅه وکړي.
چارواکي وایي چې د کډوالو په مخ د بالکان هیوادونو د لارې تر تړل کیدو وروسته اوس ډیری پناه غوښتونکي د مدیترانې له لارې اروپا ته رسیدو هڅه کوي.