1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په هند کي د جنين سقط ښايي د ميليونو نجونو د کمښت سبب سي

۱۳۹۹ مرداد ۳۱, جمعه

په هند کي له کلونو راهيسي د نجونو جنين سقط کيږي. د يوې نوي پلټني نتيجه ښيي چي په هند کي د نجونو د جنين د هدفمندانه له منځه وړلو په نتيجه کي به له ۲۰۱۷څخه تر ۲۰۳۰م کاله پوري شاوخوا ۷ ميليونه لږ نجوني وزيږي.

https://p.dw.com/p/3hIf3
Symbolbild: Leihmutterschaft
انځور: picture-alliance/dpa/D. Fiedler

د يوې نړيوالي تحقيقاتي ډلي پلټني چي د « پلوس وان» په نامه ځانګړي مجلي کي خپرې سوي دي، ښيي چي په هند  کي به  له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۳۰م کاله پوري شاوخوا ۷ ميليونه لږ نجوني نړۍ ته سترګي پرانيږي. که څه هم په دغه هيواد کي مخي له زيږيدو څخه د ماشوم د جنسيت معلومول منع دي او په ټول هيواد کي د نجونو د ژغورلو له پاره کمپاينونه پيل سوي دي، بيا هم له کلونو راهيسي د نجونو جنين په هدفمندانه ډول سقط کيږي. 

په هندي کورنيو کي زياتره وخت نجونو ته د يوه اقتصادي بار په سترګه کتل کيږي دا ځکه چي کورنۍ بايد د خپلو لوڼو د واده پر وخت ډير ولور يا جهيز ورکړي. دا په داسي حال کي چي دغه ولور هم له څو کلونو راهيسي منع اعلان سوی دی.

سربيره پر دې دا عادي خبره ده چي نجوني بايد تر واده وروسته د پلار کور پريږدي او د ميړه کورته ځي. خو برعکس هلکان بيا له والدينو سره پاتيږي او کولاي سي د زړښت او ناروغۍ پر وخت د هغوی پالنه وکړي. همدارنګه کله چي نجوني وزيږي، ډيري يې له منځه ځي دا ځکه چي هغوی د خوړلو له پاره ډير لږ څه په لاس راوړي او د ناورغۍ پر وخت هم زياتره وخت ډاکټر ته نه بيول کيږي.

کارپوهانو په دغه پلټنه کي د هند د لويو ايالتونو په دننه او د هغو پر شاوخوا ارقام ارزيابي کړي چي ددغه هيواد تر ۹۸ سلنه زيات اوسيدونکي پکښي شامليږي. د هغوی د اټکل له مخي امکان لري د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۵مو کلونو په منځ کي تقريباً ۴۶۹ زره لږ نجوني نړۍ ته راسي او د ۲۰۲۰ او ۲۰۳۰ کلونو تر منځ حتي ښايي په کال کي ۵۱۹ زره لږ نجوني وزيږي.

دغو پلټونکو ليکلي چي په هند کي جنسيتي تناسب ښايي په نړۍ کي جنسيتي تناسب باندي سخت اغيز وکړي. دا ځکه چي د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخي ښايي په راتلونکو کلونو کي هند د نړۍ په ګڼ ميشتو هيوادونو باندي تبديل سي. په اوس وخت کي دغه هيواد د يو اشاريه ۳ ميليارده نفوسو په درلودلو سره د نړۍ دوهم ګڼ ميشته هيواد دی. 

زموږ له آرشیف څخه: