په هند کې د تابعیت د نوي قانون پر ضد پراخ احتجاجونه
۱۳۹۸ آذر ۲۵, دوشنبهپه هندوستان کې له څو ورځو راهیسې د تابعیت په قانون کې د بدلونونو پر ضد احتجاجونه کیږي. د دوشنبې په ورځ د هند په بېنګال ایالت کې هم په زرونو کسانو په یوه احتجاج کې برخه واخیسته. د هند د اپوزیسیون سیاستوال راهول ګاندي چې د کانګرس ګوند سره تړاو لري، په دې هکله د نریندر مودي پر حکومت سختې نیوکې کړي دي.
هند چې زیاتره اوسیدونکي یې هندواڼ دي او نفوس یې کابو ۱،۳ میلیارده کسانو ته رسیږي شا او خوا ۲۰۰ میلیونه یې مسلمانان دي. د دغو لاریونونو د رامنځ ته کیدو سبب په تیره اوونۍ کې د پارلمان له لوري د تابعیت په هکله یو نوی قانون دی. دغه نوی قانون د هند د ګاونډیو هیوادونو بنګله دیش، پاکستان او افغانستان د غیر مسلمانو اتباعو له پاره د تابعیت چارې اسانوي. مخالفین په دې آند دي چې دغه نوی قانون د عقیدې په موضوع کې د هند بې طرفي ګواښي. خو د هند د حکومت مشر نریندر مودي، بیا په نوې قانون کې بدلونونه داسې مدللوي چې د بنګله دیش، پاکستان او افغانستان مسلمانان کوم خوندیتوب ته اړتیا نه لري.
د یکشنبې په ورځ د نوي دهلي په جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون کې احتجاج په تاوتریخوالي واوښت. د پوهنتون د مشرتابه په وینا، د پولیسو له لوري د محصلینو پر وړاندې د اوښکي بهونکي ګاز او د لرګیو له کوټکو څخه کار اخیستی چې په پایله کې شا او خوا ۲۰۰ کسان ټپیان شوي دي. خو پولیس بیا د ۳۹ محصلینو او ۳۰ پولیسو د ټپي کیدو خبره کوي. د پولیسو یوه ویاند پر محصلینو تور پورې کړی چې څلورو سرویسونو، سلو شخصي موټر او د پولیسو لسو بایسکلونو ته زیان اړولی دی.
په لکنو کې هم د احتجاجونو رپوټونه ورکړل شوي. له تیرو څو ورځو راهیسې د احتجاجونو په ترڅ کې تر اوسه شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. مودي پر کانګرس گوند بانډي تور لګوي چې د دغو ناکراریو تر شا لاس لري.