په هند کې د میسور قصر په زړه پورې انځورونه
د میسور ماڼۍ په هندوستان کې یو له تر ټولو لویو او د لیدو وړ قصرونو څخه شمیرل کیږي. یو تن سیلاني دویچه ویله ته د دې معبد انځورونه استولي دي چې موږ یي له تاسې سره شریکوو.
د «میسور ماڼۍ» د هندوستان په سویل کې د کارناتاکا ایالت د میسور ښار په مرکز کې موقعیت لري. دا ماڼۍ د ټول هند په کچه یو تر ټولو مشهوره ودانۍ ده، چې ډیر سیلانیان یي لیدو ته ورځي. له دباندې څخه د دې ماڼۍ اخیستل شوی یو انځور.
د میسور ماڼۍ د هند د پخوانیو مهاراجاګانو د استوګنې ځای وو. د دغو مهاراجاو لمسي اوس هم د یادې ماڼۍ په یوې برخې ژوند کوي.
د میسور ماڼۍ د ۱۸۹۷م څخه تر ۱۹۱۲ م کاله پورې د ۱۵ کلونو په موده کې د څه د پاسه څلور میلیونه هندي روپيو په لګښت سره د یوه بریتانوي انجینر له خوا طرحه او جوړه شوه.
دا د هندوانو او مسلمانانو ګډه بناء د هغې یوې پخوانۍ ماڼۍ په ځای کې جوړه شوې ده چې د اور لګیدنې له امله ویجاړه شوې وه.
د میسور قصر د داخلي تالار یو منظر
د میسور ماڼۍ په محوطه یا چار دیوالۍ کې دننه د «شوتا وارها سوامي» معبد
انځورونه
1 | 6انځورونه