په هند کې د ښځو شاقه کارونه
په هند کي په عنعنوي ډول خښتي په لاسونو جوړيږي. دا يو ککړ، سخت او په لږو پيسو کار دی چي تر ټولو ډير يي ښځي کوي.
خټي او ککړ مواد
د هند په زياتو سيمو کي اوس هم خښتي په عنعنوي ډول توليديږي - په يوه کوچنۍ کُره لکه دلته چي د هند په ختيځ لانگوپولا کلي کي ليدل کيږي. دلته يو کارگر د خاورو له کراچۍ څخه د خښتو هغه اومه مواد راچپه کوي چي له خوشاييو او خټو څخه جوړ سوي دي.
واقعاً يو چټل اوککړکار
يوه کارگره د خټو دغه ترکيب په سطل کي اچوي. زياتره دغه جسمي، چټل او شاقه کار ښځي کوي. د خښتو په زياترو کُرو کي کوچنيان هم کار کوي، دا په داسي حال کي چي په هند کي په رسمي ډول د کوچنيانو کار منع دی.
دروند بار
دلته ښځي دغه مخلوط سوي خټې په سطلونو کي د کار د نورو پړاوونو له پاره بل ځای ته انتقالوي. کارونه په آزاده فضا کي په داسي حال کي ترسره کيږي چي د هوا تودښت زياتره وخت تر ديرشو درجو پورته وي.
په لاس باندي قالب ته اچول
دغه کارگره لومړی د خښتو په قالب کي ريگ اچوي او بيا يي په لندو خټو ډکوي. وروسته بيا دغه قالب په احتياط سره چپه کوي او قالب سوي خښتي يو د بل څنگ ته منظمي اږدي. په آخره کي دغه خښتي مخکي له دې چي په کُرو کي پخې سي، د لمر په واسطه يو څه وچيږي.
ککړ لاسونه
د خټو او خوشاييو مخلوطول، د لاسونو، کاليو او پښو د ککړوالي سبب کيږي. د لاسونو او پښو پوست وچيږي او درزونه پيدا کوي. تر ټولو زيات بيا د کارگرانو پر عضلاتو او هډوکو باندي باکترياوي ناوړه اغيز کوي.
له کړاوونو ډک انتقال
پخې خښتې هم ښځي انتقالوي. د کار محافظوي تدابير چي په نورو پرمختللو هيوادونو کي يوه عادي خبره ده، دلته وجود نه لري. همدارنگه د ټپي کيدو په صورت کي د روغتيا پالنې په برخه کي نيمگړيتاوي ليدل کيږي.
په لږو پيسو شاقه کار
په هند کي د خښتو شاوخوا ۱۰۰ زره کُرې موجودي دي. په ميليونو انسانان مجبور دي چي د خپل ځان او کورنۍ د نفقې د برابرولو له پاره هلته کار وکړي. زياتره وخت ټوله کورنۍ پکښي اخته وي، دا ځکه چي يوازي په دې صورت کي کولای سي په اصطلاح هغوی ژوندي پاته سي.