1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې دوه ماشومان د رفع حاجت کولو له کبله وژل شوي

۱۳۹۸ مهر ۵, جمعه

د هندوستان په مرکزي سیمو کې دوه ماشومان له دې کبله د مرګ تر حده وهل شوي چې په آزاده فضا کې یې رفع حاجت کړی دی. دغه دوه ماشومان د دالیت قوم پورې تړلې ول چې په هندوستان کې ورته په ډیره ټیټه سترګه کتل کیږي.

https://p.dw.com/p/3QMxE
Indien Kalkutta öffentliche Toiletten
انځور: DW/A. Amini

پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پیښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي. هغوی دغه ماشومان له دې کبله چې په کلي کې یې په آزاده فضا کې رفع حاجت کړی وو، وژلي ول. یو وژل شوی ماشوم لس کلن او بل۱۲ کلنه نجلۍ ده.

پیښه د چهارشنبې په ورځ د مرکزي ایالت مدیا پردیش په شیرپوري کلي کې رامنځ ته شوې ده. ماشومان په داسې حال کې تر مرګه وهل شوي، چې د خپل نیکه د کور پر لور روان ول.

د پولیسو چارواکي جنرال راجا بابو سنګ د فرانسې خبري آژانس ته د تلیفون پر کرښه ویلي دي: «سهار وختي وو. کله چې هغوی د رفع حاجت کولو په موخه ودریدل نو برید پرې شوی دی.»

راجا بابو سنګ زیاته کړې: «ماشومان روغتون ته وړل شوي دي، خو د ټپونو له کبله یې سا ورکړې ده.»

پولیسو د ماشومانو د وهلو په تور دوه ورونه نیولي دي چې د قربانیانو د پلار او یوه وژل شوي ماشوم له خوا پیژندل شوي دي.

د وژل شوي هلک پلار پولیسو ته ویلي دي چې په کور کې تشناب نه لري. هغه له ایکسپرس ورځپاڼې سره په مرکه کې روښانه کړې ده چې دغو دوو ورونو پر دې نیوکه لرله چې د هغه ماشومان دې یې کور ته نژدې رفع حاجت نه کوي.

که څه هم د هندوستان قوانین د دالیت قوم پر ضد تبعیض منع کړی دی، خو په دې هیواد کې وخت نا وخت د دغه قوم پر وړاندې د ناوړه پیښو رپوټونه ورکول کیږي.

(ms/nz (AFP, dpa