په هند کې موسمي بارانونو او سیلابونو سخت زیانونه اړولي
۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبهد هند سویلي ایالت کیرالا، چې د سیلاني توب له پاره مشهوره دی په پرله پسې ډول د دوهم کال له پاره د موسمي بارانونو له کبله سخت اغیزمن شوی دی. خراب موسم د دې سبب شو چې د هغه ځای کوچنی نړیوال هوایي ډګر تیره اوونۍ د درو ورځو له پاره وتړل شي.
د کیرالا ایالت د پولیسو ویاند پرامود کمار، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «۷۶ کسان مړه شوي دي، ۵۸ لادرکه دي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.»
د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د دغه ایالت ویاناډ، ملاپورم او کالیکوټ په شمول د سختو اغیزمنو شوو ولسوالیو څخه شا او خوا ۲۸۸ زره کسان بیړنیو کمپونو ته لیږدول شوي دي.
د کیرالا ګاونډي ایالت کرناټک کې هم په تیرو څو ورځو کې ۴۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې په وروستیو کلونو کې د سختو سیلابونو شاهد وو.
د کرناټک ایالت یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د فرانسې خبري ته ویلي دي چې ۵۸۰ زره کسان يې له دغه ایالته خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي.
د موسمي بارانونو له کبله په اغیزمنو شوو سیمو کې مهمې لویو لارو ته زیان اوښتی او یا هم تر اوبو لاندې شوي دي چې تګ راتګ پرې نه شي کیدای.
د بیړنیو چارو ځايي پرسونل او د اردو، سمندري او هوایي ځواکونو عسکر د لټون، ژغورنې او مرستو رسولو په چار بوخت دي.
هندي رسنیو په مهاراشټر او ګجرات ایالتونو کې د ۶۶ کسانو د مړیني او د زرونو کسانو د مرستو بیړنیو کمپونو ته د لیږدولو رپوټونه ورکړي دي.
په داسې حال کې چې له وچکالۍ سره مخامخ هیواد له پاره موسمي بارانونه د اوبو د منابعو د بیرته تکمیلیدو له پاره حیاتي بلل کیږي، خو په عین حال کې هر کال د ټول هیواد په کچه د سلونو کسانو ژوند هم اخلي.
تیر کال د کیرالا ایالت د یوې سلیزي په موده کې تر ټولو ناوړه سیلابونو و ځپه، چې شا او خوا ۴۵۰ کسان پکښې مړه شول.