په هند کې موسمي بارانونو تر سلو زیات کسان وژلي
په هند کې سږ کال موسمي بارانونه چې اوس هم ادامه لري تر اوسط لس سلنه زیات دي او په تیرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسیدلي. په وروستیو ورځو کې په اتر پردیش او بېهار ایالتونو کې دغو بارانونو تر ۱۰۰ کسان وژلي دي.
لوړ تلفات
ځایي اوسیدونکي د هند په پټنا سیمه کې له اوبو څخه ډکو سړکونو څخه د تیریدو په حال کې دي. په عادي ډول موسمي بارانونه د جون میاشتې څخه تر سپتمبر میاشتې پورې وي او د اکتوبر میاشتې د پيلیدو سره راکمیږي. سږکال هوا پيژوندکو په غیر عادي ډول د ډیرو بارانونو وړاندوینه کړې ده.
روغتیا ته خطر
د هند په پټنا سیمه کې له سختو بارانونو وروسته له سیلاب ځپلې سیمې څخه یو ناروغ کس وژغورل شو. په دغه سیمه کې ډیر شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ژغورنې چارې
له طبیعي آفاتو سره د مبارزې بیړنۍ ایالتي ځواک د بېهار ایالت په بهادر پور سیمه کې له سختو اورښتونو وروسته له سیلاب ځپلو سره مرسته کوي. د سختو بارانونو وروسته د بېهار ایالت په مرکز پټنا کې ډیر شمیر کوچنۍ کښتۍ د ژغورنې د چارو له پاره پر دنده ګمارل شوې دي.
اوبو لاندې کړې سیمي
د هند د شمالي ایالت اتر پردیش په پریاګ ښار کې سیلابونو کورونه لاندې کړي دي. موسمي بارانونو د هند په شمالي برخه کې په وروستیو ورځو کې ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. کارپوهان د اقلیم بدلون دومره ناوخته د غیر عادي موسمي بارانونو د یوه علت په توګه یادوي.
آن روغتونونه هم سیلابونو ځپلي
دغه انځور په پټنا کې د نلندا طب پوهنځي او روغتون یوه برخه ده. د هند په شمالي برخه کې په تیرو څو ورځو کې د طبیعي آفت په پایله کې تر سلو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ژغورولو هڅه
د هند د ختیځ بېهار ایالت په پټنا کې یو کس د مرستې د لټې په هڅه کې دی. په راتلونکو ورځو کې د کسانو د مړیني شمیر د زیاتیدو اندیښنه هم ښودل شوې ده.