په هند کې ۱۶ مهاجر کارګر تر ریلګاډي لاندي سوي او وژل سوي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعهچارواکو ویلي دي چي ۲۰ تنه مهاجر کارګران تیره شپه په هند کي د ریلګاډي پر پټلۍ بیده ول او د جمعې په سهار یوه ریلګاډي هغوی لاندي کړي دي.
د هند د پولیسو ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي لږ تر لږه ۱۶ تنو سهار وختي خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن یې روغتون ته انتقال سوی. هغه زیاته کړې «هغوی ښايي دا فکر کړی وي چي پر تګ راتګ باندي د محدودیتونو له امله به هیڅ کوم ریلګاډی تیر نه سي.»
دغه پیښه د بمبئي د ستر ښار په شاوخوا ۳۹۰ کیلومترۍ کي رامنځته سوې. په اوس وخت کي په هند کي عادي مسافروړونکي ریلګاډي تګ راتګ نه کوي.
د پولیسو ویاند ویلي دي چي دغه کسان ښايي د ریلګاډي له لاري خپلو کلو او بانډو ته روان ول.
په هند کي پر تګ راتګ باندي د قیوداتو له امله په سونو زره کارګرانو په لویو ښارونو کي خپل کارونه له لاسه ورکړي او لیري پرتو سیمو ته تللي دي.
په ښارونو کي زیاتره بې وزله کسان اندیښمن دي چي ښايي له لوږي څخه مړه سي. له همدې کبله ډیر خلک له ښارونو څخه پر پښو باندي خپلو کلو او اصلي ټاټوبو ته ستنیږي.