په يونان او ترکيه کې د ګرمۍ سخته څپه
په يونان او ترکيه کې سخته ګرمي ده چې د کال د دې برخې له پاره غير عادي ده. ښوونځي تړل شوي، ادارې خپلو کارکوونکو ته له کوره د کار کولو سپارښتنه کوي او د ځنګلونو د اور اخيستو خطر هم لوړ شوی دی.
د ګرمۍ اوج
په دې ګرمۍ کې یوازې د بسفرس تنګي يخې اوبه مرسته کولی شي. د اروپا په جنوب کې د ګرمۍ څپه چې په ترڅ کې یې تودښت تر ۴۵ سانتي ګراد درجو پورې رسېږي، حاکمه ده. ترکیه او يونان یې ډېر اغیزمن کړي دي. که څه هم چې دواړه هېوادونه په اصل کې له ګرمۍ سره عادت دي خو د کارپوهانو په وينا دا پديده غير معمولي ده.
د چترۍ په مرسته له ګرمۍ ځان ساتل
د اتن د نوم ورکي عسکر د يادګار مخې ته يوې سيلانۍ په اصل کې د باران خپله چترۍ د لمر له وړانګو څخه د ځان ساتلو له پاره پر سر نيولې ده. د يونان د سره صليب کمیټې د سيلانيانو له پاره دلته په سيناتګما ميدان کې غرفې درولي او کارکوونکي یې په وړيا توګه اوبه تقسيموي.
لمر پرېوتل
د کار وزارت له خلکو غوښتي چې د امکان په صورت کې له کوره کار وکړي. د هېواد ډيری ښوونځي تړل شوي او ښارګوټو هغو کسانو ته چې کورونه یې د تهویې سیسټمونه نه لري، په ايرکنډشنرونو د سمبالو ودانيو دروازې پرانيستي دي. ماښام موده چې د تودوښت درجه يو څه راټيټه شي، سړی له کورونو راوتلی شي. لکه په دې انځور کې چې خلک د لمر پريوتلو ننداره کوي.
په تيارسۍ حالت کې
د تودوخې درجې په لوړيدو سره د ځنګلونو د اورونو خطر ډېريږي. تېره اوونۍ لا دلته په خيوس ټاپو کې ځنګلونو اور اخيستی وو. د اطفایې اداره د تیارسۍ حالت کې ده: په ژمي کې د باران د کمښت او د جون مياشتې له پېل راهېسې د لوړې تودوخې له کبله چارواکو د ایکس شبکې له لارې خبرداری ورکړی دی. په تېره بيا مرکزي يونان، د پلوپونز نيمه ټاپو او کريتا ټاپو ځيني برخې ډېرې اغیزمنې دي.
په ترکیه کې هم سخته ګرمي ده
په ترکیه کې هم په ځنګل کې د اور لګېدو د خطر له کبله د اور خاموشه کولو نقليه وسیلې، ډرونونه او څرخي الوتکې د تيارسۍ حالت کې دي. په تېره بيا د هېواد په لويدېځه برخه کې د تودوخې درجې تر ۴۵ سانتې ګراد پورې د رسېدو وړاندوينه شوې ده چې دا د کال د دې وخت په پرتله ۱۲ درجې ډېره ده.
په استانبول کې د لمر سوځونکې وړانګې
په اوس وخت کې ډېر وخت لمر ته ځان اچول ښه فکر نه دی: د چارواکو له خوا د ګرمۍ سره د چلند په اړه يوه تر ټولو مهمه لارښوونه دا ده چې ماسپښين موده په کور کې پاتې شي. پر دې سربیره سړی بايد ډېرې اوبه وڅښکي، الکهول ونه کاروي، ډېر غوړ او درانه خواړه ونه خوري او دباندې ورزش ونه کړي. دا سپارښتنې بايد په تېره بيا ماشومان، د ډېر عمر لرونکي او ناروغان عملي کړي.
د ګرمۍ څپه به ډېر دوام ونه کړي
د ګرمۍ د دې سختې څپې علت د مرکزي مديترانې او شمالي افريقا ګرمې هواګانې دي: د مصر دا ځوانان د نيل په سيند کې د لامبو په ترڅ کې د ګرمۍ د زغملو هڅه کوي. د وړاندوينو په حواله به د اونۍ تر پای پورې د ګرمۍ د دې څپې زور مات شي خو په يوناني رسنيو کې ساينس پوهان خبرداری ورکوي چې د جنوبي اروپا هېوادونه د اقليم بدلون د پايلو له کبله په راتلونکي کې د ګرمۍ دغه له وخته مخکې څپو سره بايد ځان عادت کړي.