په پاکستان کي ډېر انساني قاچاقبران نیول سوي دي
۱۴۰۳ دی ۱۴, جمعهپه پاکستان کي امنیتي ځواکونو په لسونو انساني قاچاقبران نیولي دي. د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې په دې اړه د پولیسو ماموریت پس له هغه پیل سو، کله چي د یونان د کريتا ټاپو په جنوب کي د ډسمبر مياشتي په نیمايي کي دمهاجرو یوه کښتۍ ډوبه سوه چي ۵ پاکستانیان هم پکښې سپاره وه.
د فدرالي پولیسو یوه ویاند ويلي دي: «له هغه راهیسي څه ناڅه دیرش شکمن قاچاقچیان نیول سوي دي او ډیر نور یې د پلټونکو له خوا په نخښه سوي دي.» د هغه په خبره نیول سوي کسان د انساني قاچاقچیانو د کړۍ هغه برخه ده چي په ایران، ترکیې، یونان او ایټاليا کي فعاله ده.
اړوند:م.م: په نړۍ کې د مهاجرو شمېر ۱۲۲ ملیونو ته پورته شوی
په پاکستان کي چي څه د پاسه ۲۴۰ میلیونه نفوس لري، ډېر کسان په زرونو یورو مصرفوي، ترڅو ځانونه اروپا ته ورسوي. له دې لاري په تیرو کلونو کي په سونو پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یونان ته نیژدې په تکرار سره د مهاجرو د کښتیو د ډوبیدو پیښي رامنځته کیږي. ډېري دغه کښتۍ د سمندر د اوبو په وړاندي مقاومي نه وي او یا هم له اندازې ډکې بادي کښتۍ وي.