په چین کي د زلزلې د قربانیانو شمېر ۶۵ ته لوړ سو
۱۴۰۱ شهریور ۱۵, سهشنبهدغه زلزله چې د ریشتیر په کچه ۶،۸ ښوول سوې ده، د سیچوان ایالت په غرنۍ سیمه کي رامنځته سوه. دولتي رسنیو ویلي چي د دغي زلزلې له امله ۶۵ کسان وژل سوي او ۱۶ نور تر اوسه پوري لادرکه دي.
د زلزلې سیمه تبت ته نیژدې وه، چیري چي د تکتونیکي صفحو د ټکر له امله په تکرار سره زلزلې رامنځته کیږي.
دغي زلزلې د سیچوان ایالت په مرکز د چنگدو په ښار کي هم ودانۍ ولړزولې، په کوم ځای کي چي ۲۱ میلیونه اوسیدونکي یې په کرونايي قرانطین کي شپې او ورځي تیروي.
د تبت د خود مختاره ولایت گارزئی د موشي په تاریخي ښار کي د برېښنا مزي قطع سوي او ډېري ودانۍ زیانمني سوي دي. په دغه ښار کي ۳۷ کسان مړه سوي دي.
د چین رسمي خبري آژانس شینهوا رپوټ ورکړی دی چي په دغه ښار کي د ۵۰ زرو کسانو له پاره چي د زلزلو په وړاندي له خپلو ناامنو کورونو څخه وتلي، خیمې درلول سوي دي.
د «سي سي ټي وي» دولتي تلویزیون ښيي چي د ژغورنې عمله څنگه په موشي ښار کي یوه ښځه له ویجاړیو ژوندۍ راباسي. د دغه ښار ډېر کورونه له خښتو او لرگیو جوړ سوي چي له زلزلې سره دومره مقاومت نه لري.
د یاان ښار په شاوخوا شیمیان سیمي ته نیژدې هم ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. همدارنگه د ۲۴۸ کسانو د زخمي کیدو رپوټ ورکړل سوی دی.
«سي سي ټي وي» رپوټ ورکړی دی چي له غرونو څخه د خاورو او ډبرو ښوییدني هم ډېر کورونه تخریب کړي دي چي په نتیجه کي یې برېښنا هم قطع سوې ده. د چین د طبیعي پیښو سره د مبارزې د مدیریت وزارت ویلي چي د مځکي ښوییدني له امله کلي ته یوه لار هم تړل سوې ده.
دغه سیمه مخکي له دې چي زلزله پکښي رامنځته سي، د گرمۍ څپې او وچکالۍ یې تجربه کړي دي چي د اوبو د کمښت او برېښنا د قطع کیدو سبب سوي دي. دا ځکه چي د سیچوان ولایت په عمومي ډول د اوبو پر برېښنا تکیه لري.
سربیره پردې په دا وروستیو کي د چین چارواکو په دغه ولایت کي کرونايي بندیزونه هم وضع کړي دي.
په چین کي په وروستیو کلونو کي تر ټولو وژونکې زلزله په ۲۰۰۸م کال کي رامنځته سوه. په دغه زلزله کي چي د ریشتر په مقیاس یې شدت ۷،۹ درجې وو، په سیچوان ولایت کي شاوخوا ۹۰ زره تنه ووژل سول.
GP/NZ/AG