په کالام کي جشن او د سیلانيانو د رابللو هڅي
د خیبر پښتونخوا د توریزم ادارې او د سوات د ځایي چارواکو له خوا په کالام دره کې درې ورځنی جشن ولمانځل شو. په دغه جشن کې د پاکستان له ټولو برخو څخه خلک راغلي ول.
کالام فیستیوال
دغه فیستیوال د خیبر پښتونخوا د توریزم ادارې او همداشان د سوات د سیمه ایزو ادارو په مرسته جوړ شوی وو. په دغه میله کې د پاکستان د بیلا بیلو سیمو ډيرو خلکو ونډه درلوده.
د خیبر پښتونخوا دودیزه لوبه نخښه ویشتل
په دغه فیستیوال کې د پښتنو په سیمه کې کیدونکي د نخښې ویشتلو لوبه چې د «مُخه» په نامه هم یادیږي نندارې ته وړاندې شوه. سیلانیانو هم د نخښې ویشتلو لوبې سره ډیره لیوالتیا وښوده. د مېلې په درو سره ورځو کې په دغه ځای کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه.
ګڼ شمیر سیلانیان
سږ کال د کالام په دوبي فیسیتوال کې د پاکستان له بیلا بیلو سیمو څخه ګڼ شمیر خلکو ګډون کړی وو. د میلې تر څنګ سیلانیانو د نور ښایستو سیمو ننداره هم وکړه. له کراچۍ څخه راغلې زرینه ملک وویل: «موږ د کالام له فیسیتوال څخه ډیر خوند واخیست. د دي ځای موسم ډیر زړه راښکونکی دی.» د هغې په خبره دغسې هڅې به پر نورو سربیره بهرني سیلانیان هم سیمي ته رامات کړي.
دودیزه نڅا «خټک ډانس»
د کالام فیستیوال په ترڅ کې د «خټک ډانس» په نوم دودیزه نڅا هم نندارې ته وړاندې شوه. خټک ډانس د اتڼ په څیر تر سره کیږي چې د هر کس په یوه لاس کې توره او بل لاس کې دستمال وي او خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي. سیلانیانو له دغې نڅا څخه پوره خوند واخیست.
سندرې
د موسیقۍ په ترڅ کې که یوه اړخه سیلانیانو د هنرمندانو له سندرو خوند اخیست نو په خپله یې د اتڼونو په تر سره کولو سره خپله خوښي وښوده.
د لاسي صنایعو او دودیزو خوړو غرفې
د کالام په شاهي میدان، کې د فیستیوال پر مهال تر ۳۰ زیاتې کلتوري غرفي هم درول شوې وې. په دې کي لاسي صنایع، کالي او په لاس جوړ شوي شیان شامل ول. همداشان په خیبر پښتونخوا ایالت کې دودیز خواړه هغه څه وو چې د سیلانیانو توجه يې ځان ته رااړولې وه.
په «مهو ډنډ» کې د خیمو کلی
دا چې ډیر سیلانیان راغلي وو نو د کالام په هوټلونو کې سیلانیانو ته ګرانه وه چې کومه خونه ومومي. نو له دې کبله سیلانیانو د کالام سیند او مهو ډنډ، پر غاړه خیمې ووهلي. سیلانیانو د کالام فیستیوال او له یخې هوا ښه خوند واخیست.
د جګپوړو چارواکو ګډون
د فیستیوال په وروستۍ ورځ د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک، هم په دغه میله کې ګډون وکړ. هغه بیلا بیلي غرفې وکتلې او په بریالۍ توګه یې د میلې د تر سره کولو له پاره د هغې سمبالونکو ته مبارکي وویله. د هغه په خبره ایالتي حکومت د سیلاني توب د غوړیدا له پاره ټینګ ګامونه اخلي. رالېږونکی: عدنان باچا