په ۲۰۱۸م کال کړکیچ ۳۰۰ زره افغانان بې ځایه کړي
۱۳۹۷ آذر ۶, سهشنبهد ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر په خپل اوونیز رپوټ کې ویلي دي چې یوازې په غزني کې د روانو جګړو له کبله ۲۵۱۱ کورنۍ دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي.
په روانه میلادي میاشت کې د غزني ولایت د جاغوري او مالستان ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو له څپې سره مخامخ دي.
په دغه رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې د اکتوبر میاشتې تر نیمایي پورې ۲۵۰ زره انسانان د جګړو له کبله نورو سیمو ته کډه شوي دي. زیاته شوې ده چې د دغو خلکو زیاتره یي د وردک، بغلان، ننګرهار او هلمند ولایتونو دي.
نوموړي سازمان په دې هکله هم اندیښنه څرګنده کړې ده چې غیر مسئولي وسله والې ډلې مخ پر زیاتیدونکي ډول له مرستنیدویه سازمانونو څخه د غیر قانوني مالیې غوښتنه کوي. زیاته شوې ده چې دغه څه ښایي آسانه او پر وخت د بشري مرستو پر رسولو باندې اغیز ولري.
په افغانستان کې په ۲۰۱۷م کال کې ۴۵۰ زره انسانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي وو.
زموږ له آرشیف څخه: