په ۲۰۲۲م کال کې د ژوند له پاره د نړۍ غوره ښارونه
د «Economist Inelligence Unit» په نوم موسسې يو ځل بيا د نړۍ ۱۷۲ ستر ښارونه د روغتيا، کلتور، زيربنا، چاپيريال او زده کړو له نظره ارزولي دي. د ژوند له پاره د نړۍ بهترين ښارونه دلته و پيژنئ:
ويانا/ اتريش
د کرونا تر محدوديتونو وروسته ويانا له ۱۰۰ څخه د ۹۹،۱ نمرو په ترلاسه کولو سره يو ځل بيا «د ژوند له پاره د نړۍ د بهترينو ښارونو» د جدول په سر کې ځای خپل کړ. دې ښار چې په تېرو څو کلونو کې یې تل لومړی ځای ګاټه، تېر کال دولسم مقام خپل کړی وو. د اي آې يو موسسې د ۲۰۲۱م کال په درجه بندۍ کې د نوي زيلند اوکلند ښار لومړی مقام ګټلی وو. اوکلند سږ کال په دريمه او څلورمه رده کې ځای خپل کړی دی.
کوپنهاګن/ دنمارک
د ۲۰۲۲م کال په درجه بندۍ کې چې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جون ۲۳مه) نشر شوه، کوپنهاګن ښار د روغتيا په برخه کې له سلو څخه د ۹۵،۷ نمرو، د کلتور په برخه کې د ۹۵،۴ او زده کړو او زيربنا په برخو کې د سلو سلو نمرو په اخيستو سره په شاخص کې ۹۸ نمرې ترلاسه کړي او دويم مقام یې خپل کړی دی.
زورخ/ سويس
زوريخ د سويس تر ټولو ستر ښار دی چې په شاخص کې د ۹۶،۳ نمرو په اخیستو سره يې د کاناډا د ګلګري ښار سره يوځای د ژوند له پاره د نړۍ د دريم ښه ښار مقام خپل کړی دی. په دې ښار کې د ژوند غوره کيفيت د دې سبب شوی چې زورخ هر ځل د دې نوملړ لومړي مقامونه خپلوي.
کلګري/ کاناډا
د کاناډا د البرتای ایالت ستر ښار کلګري په دې تېرو څو کلونو کې د ژوند له پاره د ښو ښارونو په نوملړ کې ثابت ځای درلود او سږ کال یې هم د سويس د زوريخ ښار سره يوځای د ۹۶،۳ نمرو په ترلاسه کولو دريم مقام خپل کړی دی. کلګري د انژرۍ مرکز او د کاناډا يو مهم تجارتي ښار بلل کیږي.
وينکوور/ کاناډا
وينکوور له ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۱۰م کال پورې «د ژوند له پاره د ښو ښارونو» په شاخص کې لومړی مقام درلود او په ۲۰۱۵م کال کې يې يو ځل بيا لومړی مقام خپل کړی وو. دې ښار دا ځل هم د يو څه کمښت سره سره هم د ۹۶،۱ نمرو په ترلاسه کولو سره پنځم مقام خپل کړی دی.
ژنيو/ سويس
دا ښار د سويس په فرانسوي ژبې سيمه کې پروت دی او تل د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او سره صليب کمېټې د غونډو کوربتوب کوي. دې ښار د ۹۵،۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د ژوند له پاره د ښو ښارونو په دې نوملړ کې شپږم ځای ګټلي دی. ژنيو د روغتيا په برخه کې له سلو څخه سل نمرې اخيستي دي.
فرانکفورت/ آلمان
د اکونوميست د ۲۰۲۲م کال په دې نوملړ کې د آلمان درې ښارونه فرانکفورت، هامبورګ او دوسلدورف ګټونکي دي. فرانکفورت اووم، هامبورګ شپاړسم او دوسلدورف په دې درجه بندۍ کې ۲۲ ځای خپل کړی او په دې دريو ښارونو کې د ژوند وضعيت ۳۰ رتبې پرمختګ کړی دی.
تورنتو/ کاناډا
تورنتو ښار د ۹۵،۴ نمرو په ترلاسه کولو سره د ژوند له پاره د شمالي امريکا په ښو ښارونو کې شامل دی. د کاناډا پلازمينې د زده کړې او روغتيا په برخه کې له سلو، سل نمرې ترلاسه کړي دي. د دې ښار تر ۵۰ سلنه ډېر وګړي له کاناډا څخه دباندې زيږيدلي او په دې ښار کې د ۲۳۰ بيلو قومونو خلک ژوند کوي.
امستردام/ هالند
امستردام ښار چې تېر کال یې ۱۵م مقام درلود، سږ کال یې نهم مقام ته پرمختګ کړی دی. دا ښار توانيدلی ۹۵،۳ نمرې په لاس راوړي. امستردام د روغتيا په برخه کې ۱۰۰ نمرې اخیستي دي.
اوساکا/ جاپان
اوساکا ښار چې تېر کال یې دويم مقام خپل کړی وو، سږ کال د استراليا د ملبورن ښار سره په شريکه لسم مقام ته راکښته شوی دی. د جاپان دا ستر اقتصادي ښار د تازه او باکيفيته خوړو، ثبات او جنايي جرمونو د ټيټې کچې او همدا راز د روغتيا د ښو خدماتو له کبله شهرت لري.
ملبورن/استرالیا
ملبورن مخکې تر هغې چې په ۲۰۱۸م کال کې یې خپل مقام ويانا ته وبايله، اوه کاله پرله پسې د ژوند له پاره د ټر ټولو ښه ښار په توګه معرفي شوی وو. ملبورن چې سږ کال یې د جاپان د اوساکا ښار سره په شريکه لسم مقام خپل کړی دی، د زده کړو او زيربنا په برخه کې یې سل نمرې اخیستي دي.