1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ځینې ځوان آلمانيان د مسلمانانو په هکله مخکني قضاوتونه لري»

۱۴۰۱ تیر ۱۳, دوشنبه

په روانه لسيزه کي په آلمان کي د مسلمانانو پر ضد تعصب او ورباندي د بريدونو شمير زیات سوی. خو ځوان آلمانيان د مسلمانانو په هکله څه فکر کوي؟ دلته يې لوستلای سئ.

https://p.dw.com/p/4DdHt
Deutschland Muslime weltweit Ramadan 2021 Köln
انځور: Mesut Zeyrek/AA/picture alliance

د آلمان يوې تحقيقي ادارې پر دې موضوع تحقيق کړی دی چي ځوان آلمانيان د مسلمانانو په تړاو څه نظر لري. د دغه تحقيق د پايلو په راپور کي راغلي دي چي د نورو آلمانيانو تر څنگ يو شمير ځوان آلمانيان هم د مسلمانانو په تړاو مخکني قضاوتونه لري. په تحقيق کي راغلي دي چي د دا ډول ځوانانو شمېر کم دی. په دې ترڅ کي د ۱۴ او ۲۹ کلونو تر منځ عمر لرونکو آلمانانو څخه بېلي پوښتني سوي دي. له پوښتل سوو دغو ځوانانو څخه ۳۷ فيصدو يې ويلي دي چي «اکثره مسلمانان خپلمنځي اړيکو ته لومړيتوب ورکوي».

د دغه تحقيق يوې محققې اولگا ژانسن، په یو انلاين خبري کانفرانس کي وويل چي له پوښتل سوو څخه «۱۳ سلنه ځوانانو د دې جملې سره همږغي ښودلې ده چي گواکي مسلمانان زموږ (د آلمانيانو) د آزادۍ لپاره گواښ دي».

په دغه تحقيق کي د آلمان د پروتستانت کليسا د ټولنيزو علومو د انسټيټيوټ کارپوهانو هم ونډه اخيستې ده. په دې ترڅ کي د کليسا سره تړاو لرونکي ۱۶۰۰ ځوانان هم پوښتل سوي دي.

په مذهبي او تعليميافته آلماني ځوانانو کي تعصب کم دی

اولگا ژانسن زياته کړې ده چي هغه ځوانان چي د کليسا سره تړاو لري د نورو عامو آلماني ځوانانو په پرتله د مسلمانانو سره کم تعصب لري. په دې ترڅ کي له دغو څخه صرف ۲۱ فيصدو يې ويلي دي چي گواکي «مسلمان خپلمنځي اړيکو ته لومړيتوب ورکوي». له کليسا سره مربوطو او په دې توگه له پوښتل سوو نسبتا مذهبي ځوانانو څخه صرف ۵ فيصدو يې ويلي دي چي فکر کوي چي مسلمانان د دوی د آزادي او حقونو لپاره يو گواښ دي.

په تحقيق کي يو بل رابرسېره سوی فرق دا دی چي هغه آلماني ځوانان او پيغلي چي د عيسوي دين د پروتستانت مذهب سره تړاو لري، پکښي د تحصيل لرونکو فيصدي زياته ده. د اولگا ژانسن به وينا «همدغه هغه عوامل دي چي موږ يې په هکله معلومات لرو چي دغه ډله د نورو په پرتله کم تعصبات لري.»

د تعصباتو پر ضد څنگه مبارزه وسي؟

د پروتستانت ځوانانو آلماني سازمان «اې اي جې نېټ ورک» په وينا په آلمان کي د اوسېدونکو مسلمانانو پر ضد د تعصب سره د مبارزې لپاره اړينه ده چي د مسلمانانو سره همکاري وسي. د دغه سازمان په وينا په دې تر څ کي د داسي غونډو او مجالسو د جوړولو اړتيا سته چي ځوان آلمانيان د مسلمانانو سره ملاقاتونه وکړي او هغوی له نژدې وپېژني.

ياد پروتستانت سازمان ويلي دي چي پکاره ده چي آلماني ځوانان بعضي وختونه مساجدو ته هم ولاړ سي چي په دې توگه هغوی د مسلمانانو سره له نژدې وگوري او په هکله يې معلومات په لاس راوړي. د ټولنيزو علومو کارپوهه پېټرا انگيلا آرهنز، وايي چي تحقيق ورته ښودلې ده چي هغه آلماني ځوانان چي مذهبي دي، په هغوی کي د نورو په پرتله تعصب کم وي.

له پوښتل سوو څخه ۸۳ فيصده مسيحي ځوانان په دې نظر دي چي هغوی دا درک لري چي څوک بايد یو مذهب د بل مذهب په پرتله هسکه رتبه لرونکی ونه گڼي. خو له پوښتل سوو څخه ۱۲ فيصده ځوانان داسي ول چي وايي د دوی مذهب د نورو مذاهبو په پرتله بهتر دی.

آ./ا.ا./م.س.