څه باندي ۱۸۰۰ المانيان له اسرائیلو وتلي دي
۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبهد لوفتهانزا او د یوشمیر نورو اړوندو هوايي شرکتونو د خپرو سویو معلوماتو له مخې، به نوري ځانګړې الوتنې ترسره نه سي. د دغې پرېکړې یو لوی لامل په تل ابیب کې ناڅرګند امنیتي وضعیت بلل سوي دي، خو په عین حال کې د المان حکومت ویلې دي چې د المان پوځ اماده دی چې د اړتیا پرمهال له اسرائیلو څخه د المان اتباع وباسي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ یې څه باندې ۸۰۰ د جرمني تابیعت لرونکي کسان د ځانګړو پروازونو له لارې دغه هېواد ته بیرته راستانه کړي دي.
ویل سوي چې د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۹۵۰ المانیان د ځانګړو پروازونو او یوې کښتۍ په واسطه له اسرائیلو څخه را وتلي دي.
بل خوا د جرمنې حکومت د بهرنیو چارو د وزارت پرخپل ایکس (پخواني ټويټر) حساب کې ویلي دي چې، د دې هیواد ۸۵ نور تابعيت لرونکې کسان د جرمني د بهرنیو چارو وزیري انالینا بربوک سره یو ځاي له اسرائیلو څخه دهغې په الوتکه کې سپاره المان ته رسیدلي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت همدا راز اعلان کړی دی چې د المان هیواد اتباع کولای سي چې د عقبه په پوله کې د ویزو غوښتنه وکړي. دغه وزارت ویلي که چیري اسرائیلو کې وضیعت لا نور هم ترینګلې سي، نو د المان پوځ یوه ځانګړې قطعه به د ددغو کسانو د ایستلو لپاره سمدستې ورسیږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دا هم وایي چې دوي دامهال له ۲۸۰۰ آلماني اتباعو سره مرسته کړې چې د اسرائیل هیواد څخه راووځي.
ص.ذ/ن.ص